fbpx

کرکټ بورډ له شرمه رسنيو ته سپيناوی نه ورکوي

خبریال ویب پاڼه ننګرهار – ۱۱ مۍ ۲۰۱۹: د هندي شرکت سره د افغان کرکټ بورډ د تړون په اړه افغانان سپیناوی غواړي

د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال جام سیالیو سپانسرشيپ یوه هندي شرکت ته په خورا ټيټه بیه د هرې لوبې په بدل کې په ۱۵ زره امریکايي ډالره ورکړی دی ، خو اوس بورډ چوپه خوله ناست دی او د دې تړون په اړه سپیناوی نه ورکوي.

د کرکټ بورډ د بازار موندنې پر ځای د غواروي کمېټې مسوولینو او نورو چاروکو دا تړون لاسلیک کړی د بازار موندنې مسوولین ترې خبر هم نه دي چې څه ډول تړون شوی او ولې شوی دی. د بورډ دې بې سوادو مسوولینو د میلیونونو تړون په ۱۵۰ زره امریکایې ډالر ورکړی، دلته د ملي لوبډلې ارزښت ته سخت تاوان رسېدلی دی او دا لوبډله یې په نړۍ کې په دوه پیسو کړه .

افغان کرکټ بورډ د ۱۵۰ زرو امریکايي ډالرو قرارداد اعلان کړی خو په حقیقت کې د ځینو سرچینو پر وینا په سلګونه زره پیسې د بورډ مسؤولینوشخصي جیبونو ته تللي دي. چې اوس یې دوی په اړه هیڅ سپیناوی نه شي کولی څو ورځې مسلسل د بورډ څخه د رسنیو له لارې دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې د حساب غوښتنه کیږي ، خو بورډ له شرمه تر اوسه هم چوپه خوله دی .

په بورډ کې ډیری خاینین شته چې په دې فساد کې ککړ دي اوس یو افغانی شرکت (SMP )وایې چې دا تړون تر یو میلیون ډالره اخلو په دې خبر سره د بورډ کارکوونکو باندې تبه راغلې او هیڅ ځواب نه شي ورکولی ، د شرم ځای دادی چې د هند ملي لوبډله د خپل سپانسر شیپ څخه د یوې لوبې په سر یو میلیون امریکایې ډالره اخلي خو افغان کرکټ بورډ بیا د یوې لوبې په بدل کې له دې شرکت څخه ( ۱۵) زره امریکایې ډالره اخلي چې په ټوله نړۍ کې ټیټ سپانسر دی.

داسې تورونه هم شته چې دافغانستان د کرکټ پورډ په فساد کې ککړ او تر ډېره بریده له شرکتونو تورې پیسې اخلی. دا قرار داد چې اوس شوی دی ، ښايي په بدل کې زیاتي تورې پیسې اخیستل شوې وي خو د بورډ مسوولینو پرې سترګې پټې کړی دي.

د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مسؤولینو او نورو لوړو ادارو څخه غواړو چې د کرکټ بورډ څخه سپیناوی وغواړي ځکه دوی د رسنیو کارکوونکو او مسوولینو ته سپیناوی نه ورکوی. همدغلته خبره پټه ده چې پیسې څه شوې او ولې کرکټ بورډ سپیناوی نه شي ورکولی؟

لیکوال: عابد

Loading...