کور پاڼه / خبرونه / ننګرهار کې بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې کې د يوويشت ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت سلګونو کورنيو ته د سرپناه په موخه د شلټرو، سړکونو، ويالو، واش او پلچکونو جوړولو چارې بشپړې او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ګټې اخيستنې مراسم، چې د سلواغې په ۲۳مه اتمه ناحيه کې جوړ شوي و پر مهال يې د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي، سرپرست ښاروال حکيم الدين عمرخېل، د يو ان هبيتات موسسې رئيس سعد ملوک، قومي مشرانو او د يادې ناحيې اوسيدونکو ګډون کړی و.
د ولايت مستوفي عبدالله رقيبي د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دغه ډول پروژې نه يواځې، چې د ښار ښکلا زياتوي او د ښاريانو ستونزې حليږي؛ بلکې ځوانانو ته په کې د کار کولو زمينه هم برابريږي.
نوموړي وويل، چې ولايتي اداره هڅه کوي، څو د بېلابېلو لارو چارو په لټولو سره ولسونو ته لازم سهولتونه برابر کړي.
د جلال اباد سرپرست ښاروال حکيم الدين عمر خېل وويل، چې دغه ۲۱ پروژې د يو ان هبيتات، اروپايي ټولنې، جلال اباد ښاروالۍ او د يادې ناحيې د اوسيدونکو په يوويشت ميليونه امريکايي ډالرو مرستې بشپړې شوې.
نوموړي وويل، چې په بشپړو شويو پروژو کې اته ديرش زره دوه څلويښت متره مربع کانکريټي سړکونه، څوارلس سوه دوه شپيته متره ويالې، دوه څلويښت متره پولچکونه،درويشت زره اته سوه اته اتيا متره مربع سړکونو جغل اندازي، يو ۱۲۵۰ متره واش او ۳۳۵ بېوزله کورنيو ته د شلټرونو جوړول شامل دي.
ده زياته کړه، چې يادې پروژې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوي او زرګونو ځوانانو ته په کې د کار کولو زمينه برابره شوې وه.

بیا وګوره

يو تن وسلو سره ونيول شو

په ننګرهار ولايت کې یو تن د وسلو او مهماتو سره یو ځای ونیول شو. …

حنيف اتمر د سعودي عربستان د کورنيو چارو له وزير سره وليدل

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ …