fbpx

کرکټ بورډ د پاڼ او پړانګ ترمنځ

نړیوال جام ته د ګوټو په شمار ورځې پاته دي ، په میلیونونه مینوال یې په نړۍ کې په تمه دې او د هر هېواد د کرکټ بورډ د حاصل یا ګټې وخت دی ، هر هېواد په دې هڅه کې دی چې په ښه بیه سپانسرشیپ پیدا کړي او پیسې لاسته راوړي، په دې وخت کې د هر هېواد د کرکټ بورډ لپاره کورني او یا بهرني شرکتونه مهم نه دی بلکې مهمه داده چې کوم شرکت په لوړه بیه تړون کوي هغه به وړونکی وي، ځکه دا د هر هېواد د کرکټ بورډ د ګټې وخت دی .

خو د افغانستان کرکټ بورډ په دې سیزن کې ملي ګټې تر پښو لاندې کړې او شخصي ګټو ته یې ترجیح ورکړه او په ملي خیانت یې لاس پورې کړی دی ، کرکټ بې له دې چې د بورډ د بازار موندنې کارکوونکي دې د تړون د لاسلیک پر مهال موجود وي او یا دې دوی له دې تړون څخه خبروي په خپل سر د غوراوي کمېټې او یو شمېر نورو مسؤولینو له یوه هندي شرکت سره په خورا ټيټه بیه تړون لاسلیک کړی دی .

دا خبره تر ډېره حده پټه وساتل شوه ، خو ځینو با احساسه ځوانانو او یا هغه کسانو چې په دې تړون کې ورته پیسې نه وې رسېدلې دا خبره له ځینو رسنیو سره شریکه کړه ، همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې راڅرګنده شوه ، او ویې ویل چې کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د امول په نوم له یوه هندي شرکت سره یوازې په ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو سپانسرشیپ لاسلیک کړی دی ، چې دا بیه د نورو هېوادونو د کرکټ د لوبډلو د نړیوال جام د یوې لوبې سپانسر دی ، اوس پوښتنه دا ده چې ولې د کرکټ بورډ چارواکو دا تړون د بازار موندنې د مسؤولینو په غیاب کې کړی دی ؟ او ولې د دې تړون په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریک کیږي ؟

دا تړون ځکه د غواروي کمېټې او د بورډ د غیرمسلکي کسانو له خوا شوی دی ، چې دوی خپل جیبونه پکې ډک کړي دي او بې له دې چې حساب ورته وکړي او دا سپانسرشیپ آفر ته وړاندې کړي په بې سوادۍ یې لاسلیک کړی دی .
اوس یو افغانی شرکت SMP پټرولیم شرکت دې تړون ته په لوړه بیه ټټر وهلی او ویلي یې دي چې دوی به دا تړون په یو میلیون ډالر لاسلیک کړي او له کرکټ بورډ څخه یې غوښتي چې له هندي شرکت سره تړون لغوه کړي . کرکټ بورډ اوس د پاڼ او پړانګ ترمنځ راګیر دی نه د هندي شرکت سره تړون لغوه کولی شي ، ځکه چې هلته کرکټ بورډ چارواکو او هغو کسانو چې دا تړون یې لاسلیک کړی دی ښې پرېمانه پیسې اخیستې دي او نه هم افغانانو ته د دغه لاسلیک شوي سپانسرشيب په اړه معلومات ورکولی شي ، خو افغانان په جدي توګه د دې حساب غوښتونکي دي .

اوس حکومت ته څه په کار دي ؟
حکومت باید لومړۍ د دې تړون په اړه د رسنیو له لارې د کرکټ بورډ څخه معلومات واخلي او هغه کسان چې په دې ملي خیانت کې لاس لري باید په علاني ډول د ملي خیانت په جرم په عام محضر کې محاکمه شي ترڅو په راتلونکې کې د دې ادارې او ورته نورو پاکو ادرو چارواکي په خپل سر داسې غیر مسؤلانه کړنو ته زړه ښه نه کړي .

ابواعظم شېخ