fbpx

آی ایس آی په افغان کرکټ بورډ کې

د افغانستان کرکټ بورډ کې د پاکستان د استخباراتو څرګ تر سترګو شوی دی د هیواد دغه یوه وتلې او سپېڅلې اداره د داسي‌کسانو لاس ته لوېدلې چې تر بل هر چارواکې زیات اړیکي له پاکستان سره لري .

تېره ورځ د ننګر هار یوه اوسېدونکې دوست داسي اسناد راته وښودل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مټ په دغه بورډ کې یو کس پر لویه دنده ګمارل شوی دی دا کس د کرکټ بورد اجرایوي ریس اسدالله خان دی .

اسدالله د پاکستان طبعه دی او د هغه هیواد داستخباراتو له لوري افغانستان ته رالېږل شوی دی .
د کرکټ بورډ ځیني چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي‌وايي چې اسدالله خان کرکټ بورډ ته د افغان ټیم د بربادي په نیت رالېږل شوی دی د کرکټ بورډ یوه چارواکې راته وویل چې عزیز الله فضلي پاکستان ته بلک میل دی او هغه هم د پآکستان په خوښه کړنې کوي‌.

وروستۍ پېښه یې داده چې یوه هندي‌شرکت امول ته یې په انتهايي‌ارزانه قیمت د کرکټ د نړۍ وال جام د سپانسر رایټس ورکړل .

سرچینې راته وویل چې عزیز الله فضلي‌او اسدالله دواړه په دې پوهېدل چې افغانان به ددغه کار لپآره غږ را اوچتوي ،او افغان کرکټ بورډ‌به مجبوروي چې دا قرار داد فسخه شي ، خو په دې صورت کې به د دوست هیواد هند او افغانستان ترمنځ اړیکي‌خراب شي ،البته د کرکټ د اړیکو خبره کوم ،او له دغه ګام وروسته به هندۍ کمپنۍ په افغان کرکټ‌بورډ باور نه کوي‌او د کرکټ بورډ دارو مدرا به د پاکستان لاس ته ولوېږي . دا غوښتنه د پآکستاني استخباراتو ده .

خو دا چې تر اوسه لا ښايي دافغانستان د حکومت ددې دوو چارواکو کړنو ته نه وي‌پام شوی په کار دي چې ولس ددغه ناوړه اقدام مخنیوی وکړي او هغه څېرې له افغان کرکټ بورډ نه وباسي چې پاکستان یا د کوم بل هیواد ګټو ته کار کوي .

او که چېرته دا کار ونه شي‌ښايي په ډېري اسانۍ سره دافغانستان د کرکټ بورډ سره سره نورو ادارو ته هم ورته چارواکي لار ومومي او د ژوند نوري‌ټولي چارې مو د پآکستاني‌استخباراتو لاس ته ولوېږي .

لیکوال : دلاور ننګر هاری