fbpx

افغان کرکټ بورډ‌ څنګه په فساد کې ښکېل شو ؟

د افغانستان کرکټ بورډ ورځ تر بلې چپه لورته روان دی ، دا چې علت یې څه دی پر دې باندي په دې لیکنه کې بحث کوو.

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۲ مۍ ۲۰۱۹: د کرکټ بورډ‌د پالیسي له مخي تر پنځه زره (۵۰۰۰) نیولې تر څلور سوه پنځه نیوي زره (۴۹۵۰۰۰) افغانیو پوري چې هره پېر او پلور کېږي باید په یوه ځايي ورځپاڼه او هم دا راز د کرکټ بورډ‌ په رسنۍ کې خپور شي‌.
دا اعلان به تر یوشتو (۲۱) ورځو پوري پروت وي ، او په دغه دریو اونیو کې به د پېر او پلور کمپنۍ چې دلچسپي ولري خپلي ډینډري یا غوښتنلیکونه جمعه کوي‌. بیا به کرکټ بورډ یوه کمېټه ټاکې او ددې غوښتن لیکونو ویلوویشن به کوي . مطلب د دې د نر خ تر معلومولو وروسته به په تخنیکي‌ډول برابر ، ارزانه او په معیار برابرې کمپنې ته دا د پیر یا پلور قرار داد ورکول کېږي .
دا قرار داد چې یوه کمېټه به یې د څېړلو دنده په غاړه لري د کرکټ بورډ ( سي‌او) یا اجرایوي ریس ته ور وړل کېږي ، که چېرته سي‌او یا اجرایوي ریس دا قرارداد ریویو کړ بیا به د کرکټ‌بورډ چرمین ته وروړل کېږي‌او د کرکټ بورډ‌رمین به وروستی لاس لیک ورباندي‌کوي‌.
مطلب هر هغه د پیر او پلور قرار داد چې تر پنځه زره افغانیو لوړ وي‌په هغه کې د کرکټ بورډ د چرمین لاس لیک ضروري دی .

پورته خبري د کرکټ بورډ په اصتلاح په (LCB) کې راځي‌ .
دویمه خبره ICB – International Competitive Bidding د نړۍ وال رقابتي سیالي‌ هغه مهال کېږي‌چې په نړۍ واله کچه د افغانستان کرکټ بورډ یا څه پلوري‌یا یې پېري .
د بېلګي په توګه که روزونکی پېرل کېږي‌او یا د کرکټ لوبو رایټس پلورل کېږي نو په دې صورت کې به کرکټ بورډ په یوه نړۍ وال اخبار کې اعلان کوي ، په بل ځايي اخبار کې او هم دا راز به دا پیر او پلور نړۍ وال مارکیټ ته اچوي‌.
کله چې نرخونه راشي بیا به د اوپنینګ یا پرانیستلو کمېټه دا نرخونه پرانیزي او د رقابتي‌سیالي‌کمېټې ته به یې سپاري .
وروسته به بیا هم هغه د ۲۱ ورځو د قانون مطابق پرېکړه پر کېږي ،لمړی به سي او یا اجرایوي ریس فیصله کوي‌او وروسته به د چرمین له لوري‌لاس لیک ورباندي‌کېږي ،خو دا هرڅه به تر ۸ ورځو ‌انتظار نه وروسته کېږي چې څوک پر اعتراض ونه کړي ، که څوک په دې ۸ وروځو کې شکایت وکړي‌د شکایت کوونکو شکایت به په ۱۴ ورځو کې فیصله کېږي اعتراض کونکې کمپنۍ ته به ډاډ ورکول کېږي چې د کرکټ بورډ له لوري شوی قرار داد پاک او شفاف دی .

اوس د افغانستان کرکټ بورډ د مۍ میاشتي پر ۷ نېټه په هند کې د (Amul) امول پّ نوم یوه شرکت سره په بېسارې شعوري‌ تېروتنه یو ډېر غري اصولي قرار داد کړی دی چې نه د کرکټ د نړۍ والو اصولو په چوکاټ کې راځي او نه هم دافغانستان د کرکټ‌ بورډ په هغه قانون کې چې د ولسمشر له لوري‌اوشیح شوی دی .
افغان کرکټ بورډ د هم دغه قرار داد لپاره د الکوزي شرکت ته (۳) میلیونه ډالر آفر ورکړ ځو د الوکوزي شرکت د همدې قرار داد د اخیستلو نیت په شا وخوا (۱) یو میلیون ډالر لاره ، لیکن د الوکوزي شرکت له لوري‌ د کرکټ بورډ مسئولینو ته توري پیسې یا ریشوت نه ورکول کېده ،ځکه یې هغه قرار داد ونشو او پر ۱۶ فبروري بادي الکوزي شرکت د دریو میلیونو آفر رد کړ.
کرکټ بورډ پنځه میاشتي‌وخت لاره چې دا سپانسر شیف اعلان کړي ،خو بیا یې هم دا کار ونه کړ.

وړاندي تر دې چې نړۍ وال کارکونکي په کرکټ بورډ کې مقرریېدل نو به د افغان کرکټ بورډ‌،‌ای سي سي د ویب سایټ او نورو نړۍ والو اخبارونو څخه اعلانېدل چې بېلګه یې موږ د افغان کرکټ ټیم د کوچ Philip Verant Simmons ورکولای شو .

اوس د هر ډول اعلان کولو پرته افغان کرکټ بورډ سینګل سورس یعني یوې منبې ته تللی دی . یوه منبه سور دافغانستان پّ قانون کې انتهايي غیري قانوني عمل دی ،خو بیا هم سنګل سورس ته تګ یوه ځانګړې پروسه لري چې شفافیت سره وشي او د کرکټ بورډ د چرمین په صلاحیت کې کار دی ،خو دا کار پّ انتهايي پټ انداز سره شوی دی .
داسي‌قرار دادونه یوازي هغه مهال کېدلای شي چې د کرکټ بورډ چرمین او اجرایوي ریس بډي یا ریشوت ورکي واخلي .
تر ډېره په افغانستان غوندي هیواد کې په ورته کړنو کې د دښمنو هیوادونو استخباراتي کړۍ هم ښکیل وي .
استخبارات د استخباراتي جګړو په ترڅ کې د ورته کړنو پّ کولو د هیوادونو نیتونه سره خرابوي .
اوس ډېر امکانات شته چې یوه نړۍ واله کمپنۍ پر افغان کرکټ بورډ د معلوماتو د ساتلو دعوه وکړي‌او د کرکټ بورډ چرمین او اجرایوي ریس نړۍ وال عدالت ته راکش کړي او دافغانستان کرکټ بورد جریمه کړي .

تاوان څه پېښ شوی دی ؟
د نړۍ په مارکیټ کې هرکرکټ ټیم یوه خپل قیمت وي ، د انډیا د ټیم د تلویزیون د نشراتو قیمت له دوه میلیونه ډالره نیولې بیا تر ۱۰ لس میلیونه ډالره دی . خو دا په دې اړه لري چې لوبه له کوم هیواد سره کوي .
د انډیااو پاکستان تر منځ د یوه نړۍ وال میچ د تلویزوني نشراتو والیو یا قیمت ۲۸ میلیونه ډالر ښودل کېږي‌.
که چېرته افغانستان او انډیا لوبه کوي د تلویزوني نشراتو ولیو یا قیمت یې له یو میلیون ډالرو نیولی بیا تر دونیم میلیونه ډالره دی .
د سپانسر والیو یا قیمت د انډیا د ټیم د یوه مییچ که هغه له هر چا سره وي له (۸۰۰۰۰۰) نیولې بیا تر یو میلیون ډالرو پوري ده .‌

اوس افغانستان په نړۍ وال جام کې (۹) لوبي لري .
انډیا ،انګلینډ ،سوت افریقا چې په نړۍ کې د کرکټ‌ د ډګر ځواکمن ډیمونه دي‌.
له هغه وروسته بیا پاکستان او بنګله دېش دی .
بیانیوزیلینډ او اسټرالیا دي .
وروسته بیا سریلانکا او بیا افغانستان دی .
بره یو په بل پسې هیوادونه د کرکټ‌په ډګر کې پیاوړي دي .

اوس خبره داده چې د کرکټ نړۍ وال کپ تر دوه بیلیونه زیات لیدونکي‌د نړۍ په بیلا بیلو تلویزونونو کې لري .
دې ټولو دوه بیلیونه وګړو ته افغانستان خپل رایټس په په ۱۵۰ زره ډالره ورکړل .
ایا ښه به نه وو چې د یوسلو پنځوس زره ډالرو پر ځای یوه افغانه کمپنۍ د نړۍ دې ۲ بیلیونه انسانانو ته ورمعریفي شوې وای ؟
که د کرکټ بورډ ښاغلی چرمین په درغلیو او فساد ککړ نه وي ،نو بیا یې دا رایټس ولي پټ وپلورل ؟
زموږ د کرکټ ټیم نړۍ وال قیمت تر دې وړاندي دوه عشاریه څلور میلیونه ډالرو وو، یاني تقریبأ دوه نیم میلیونه ډالر ،خو له دې نړۍ وال ټورنمنټ وروسته به د افغان کرکټ‌ټیم د سپانسر شیپ قیمت انتهايي ټیټ وي .
بده دا نه ده چې د کرکټ‌بورد‌چرمین عزیز الله فضلي او اجرایوي ریس اسدالله به په دې قرار داد کې یوه اندازه پیسې اخیستې وي ، بلکه بده داده چې د دافغان کرکټ ټیم قیمت یې له ځمکي وویشت .

که چېرته افغان ولسمشر له مصلحته کار وانه خلي او په ډاډه زړه د کرکټ دې دوو څېرو ته جزا ورکړي او ددغه عمل په بدل کې څارنوالي ته معریفي کړي خو ولس ته به دا تمعه پیدا شي‌چې ګواکې حکومت د ولس ګټو ته ژمن دی ،او که ولسمشر دا کار ونه کړي ،ددې مطلب دادی چې بیا نو خدای مکړه ولسمشر هم ملي ګټو ته ژمن نه دی .
ځکه د کرکټ په ډګر کې ډېر لوی خیانت شوی او دافغانستان ولس د پوښتنې حق لري .

لیکواله: زرغونه فریال

Loading...