fbpx

په هلمند کې څلور وسله وال نیول شوي

خبریال وېب پاڼه -کندهار – ۱۲ مۍ ۲۰۱۹ کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د څلور کسیزه ډلې او دغه راز په خوست او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

دغه وزارت پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، هلمند کې د طالبانو یوه څلور کسیزه ډله چې د ترهګریزو پېښو په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونه په خښولو کې یې لاس درلود، نیول شوې.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یاده ډله له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو له خوا د ناوې ولسوالۍ په اڅکزي کلي کې نیول شوې ده.

سرچینه زیاتوي، له نیول شوې ډلې شپږ کړۍ ماینونه، یو شمېر چاودېدونکي توکي، یوه تفنګچه، یو عراده موټر سایکل او یو شمېر سندونه د پولیسو لاسته لوېدلي دي.

بل خوا د وزارت وايي، پولیسو د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې پر لویه لار د طالبانو له خوا اېښودل شوی ماین کشف او شنډ کړ، او په دې توګه یې د یوې چاودنې مخنوی وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرون هم د خوست ولایت پولیسو د مزایل یو ډز ګولۍ چې له تېرو کلونو د کجیري په سیمه کې پر ځای پاتې وه، کشف او شنډ کړه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.