fbpx

په کرېکټ بورډ کې د ناپوهۍ اوج!

خبریال ویب پاڼه ننګرهار – ۱۲ مۍ ۲۰۱۹: کرېکټ بورډ د دې پرځای چې، په کور دننه شرکتونه او تجاران له خارجي شرکتونو او تجارانو ښه ونازوي، برعکس یې له پانګوالۍ زړه ورتوروي.

کرېکټ بورډ په تازه نا ببره او بې سوادۍ کار سره د SMP افغاني شرکت ته اخطار ورکړی، چې د لوبډلې سپانسر به په یو میلیون ډالر اخلي، د کرېکټ بورډ ځانخوا او مغرزه کارمندانو دا هم نه دې زده چې یو سپانسر باید څنګه او په کومو اصولو ورکول شي.

لومړی راځو له هندۍ امول شرکت سره د کرېکټ بورډ پر تاوانه سپانسر لاسلیک کول:
کرېکټ بورډ حتی دومره نه دي زده چې، موږ راتلونکې لوبې په کوم لیول او درجه لرو او د دې لوبو اهمیت څومره دی! که د دې لوبو اهمیت یې پېژانده نو د هندي امول شرکت سره یې په دومره کمو پیسو تړون نه امضا کو.
موږ راتلونکی د نړۍ په سطحه نړیوال جام په مخ کې لرو دا جام په کور دننه د میلیونونو خلکو هاخوا د نړۍ په هر ځای کې تر دوه بیلیونو زیات لیدونکي لري، چې هر شرکت او تجار په دې جام کې د لوبېدونکو لوبډلو وړوکې سپانسر ته هم زړه ښه کوي، خو زموږ کرېکټ بورډ په نا کاره مدیریت سره دا وښوده چې دوئ د هېڅ هم نه دئ!
کرېکټ بورډ ته باید دا یاد وي، چې له څومره پیسو چې پلور او پير کېږي، کوم اقدامات باید ترسره کړي د دغه پیر او پلور اعلان باید څه وخت لپاره وغځول شي او پروت وي، نه په کومه رسنۍ کې خپور شوی نه د کرېکټ بورډ به رسمي کومه رسنۍ دا خبر خپور شوی نو دا هغه څه دي، چې تر ډېره د پردې شاته بل څه روان دي او موږ یې د پوره سپیناوي غږ کوو.

کرېکټ بورډ په دې کار سره د افغان لوبډلې هغه ویلیو یا ارزښت له خاورو سره خاورې کړ، چې په نړیواله کچه یې لرو، کرېکټ بورډ د افغاني الکوزي شرکت سره قرارداد په دې پلمه ختم کړ، چې ګواکې دوئ په وخت بورډ ته پیسو نه ورکوي، بورډ تر پنځه میلیونو وړانديز الکوزي شرکت ته کوي تر څو لوبډله په نړیوال جام کې سپانسر کړي، خو برعکس بیا په ۱۵۰۰۰۰ ډالرو یې بیا یو هندي شرکت ته ورکوي، دا کار د دې ښکارندوي کوي، چې ښايي د بورډ په فساد اخته چارواکو ګټې به د الکوزي شرکت سره خوندي نه وي، کوم قرارداد یې چې له هندي شرکت سره وکړ شاید دلته یې د بډو اخېستولو کار اسانه وي او په اسانۍ سره وکولای شي تورې پیسې ترلاسه کړي.
څه کول په کار دي؟
بورډ دې خپلې شخصي ګټې د ملي ګټو مه قرباني کوئ، اوس وخت کې بورډ تر ډېره کسر بودیجه دی او حتی دومره بودیجه نه لري، چې د تېرو دوه کالو شروع کړی هنټ پروګرام ته اوس بودیجه نه لري، اداره په دې حال ده خو بیا د یو میلیون نه واخله تر پنځه میلیونو ډالرو قرارداد په ۱۵۰۰۰۰ ډالرو ورکوي، دغه تړون لغوه کول غواړو او له دې په لوړه بیه باید وپلورل شي.

لیکوال: سمیع هلال