fbpx

پاکستان د پورونو په دوام ۶ میلیارده ډالره نور پور اخیستی

خبریال وېب پاڼه – پېښور – ۱۳ مۍ ۲۰۱۹ راپورونه وايي ، چې پاکستان د پیسو د نړیوال صندوق څخه پور اخلي او په دې اړه د نړیوال وجهی صندوق سره هوکړه ته رسېدلی دی .

د پاکستان د خزانې وزیر وايي ، چې پاکستان به دا ځل له  دغه نړیوالې ادارې څخه ۶ میلیارده ډالر پور واخلي، چې د پاکستان د ورځ تر بلې اقتصادي کړکېچ په مخنیوي کې به ترینه ګټه واخیستل شي .

د اقتصاد وزیر شیخ حفیظ زیاته وي چې د پیسو نړیوال صندوق به دا پیسې د راتلونکو دریو کلونو په مودې کې ورکړي ، د ده خبره چې هغې وروسته نړیوال بانک هم پاکستان ته درې میلیارد ډالر پور ورکوي .

شیخ همدارنګه د پاکستان اوسېدونکو ته په خطاب کې وول چې د ګازو او برښنا بیې به لوړیږي ، خو د ولس ستونزې به په پام کې وساتي .شیخ یو ځل بیا په پخوانیو حکومتونو تور پورې کړ ، چې د پاکستان اقتصاد ته یې سخته ضربه رسولې او تېر حکومتونو د دغه بهران مسؤول وګڼل .

آی اېم اېف یوه نړیواله اداره ده چې په نړۍ د اقتصادي بهران سره د مخک کېدونکو هېوادونو سره مرسته کوی ، نو پاکستان هم دا وخت له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی نو ځکه یې دغه پور پیسې لاسته راوړې دي .

د پیسو نړیوال صندوق هم د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي ، چې دا مهال پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی نو ځکه یې دغه پور ورکړی دی، دغه ادارې په پاکستان کې د مالیې د لوړولو څخه هم ملاتړ کړی دی .

عمران خان د خپل کمپاین پر مهال پر ای اېم اېف سختې نیوکې کولې او ویل یې چې هیڅ کله به له دغه ادارې څخه پور وانه خلي، خو په هېواد کې د خراب اقتصادي وضیعت له کبله یې دغه نظر بدل کړ او ای اېم اېف ته د مرستې لاس اوږد کړ.

تردې وړاندې هم د اقصاد وزیر حفیظ شیخ ویلي و چې پاکستان تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او د ډالر په وړاندې د کلدارې بیه په بې ساري ډول را ټيټه شوې ده .

د راپورنو له مخې په پاکستان کې د مالیې په لوړېدو سره د توکې بیې هم لوړې شوې دي ، چې د خلکو سختې اندېښنې راپرولې دي ، دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د لاریون پر مهال خلکو له حکومت څځه وغوښتل چې د توکې بیې کنټرول کړي او د لوړېدو مخه یې ونیسي ، خو صدراعظم عمران یې په ځواب کې وویل چې خلک باید دا حالت وزغمي او تر  دې بدو ورځو ته انتظار وباسي .