fbpx

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن مسکو ته ځي

خبریال وېب پانه کابل – ۱۳ مۍ ۲۰۱۹ د امریکا د بهرنیو چارو وزیز نن دوشنبه مسکو ته ځي او هلته د روسي چارواکو سره د امریکا او روسیې ترمنځ پر اړیکو بحثونه وکړي .

پمپیو به داسې مهال د روییې له ولسمشر سره وګوري ، چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ډېرې ترنګلې دي .

دا به د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای میاشتې را وروسته د امریکا د لوړو پووړ چارواکو لومړۍ لیدنه وي چې په روسیه کې ترسره کیږي .

تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په فنلند کې له بل سره کتلي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مخکې له دې روسیې ته سفر وکړي بروکسل ته ځي او هلته به د ایران پر مسایلو خبرې وکړي ، نوموړی به له هغې وروسته مسکو ته ځي او تر هرڅه مخکې به د امریکا په سفارت د امریکايي تاجرانو سره وګوري .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ، چې پمپیو به سبا د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې د روسیې له ولسمشر پوټین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري .

د ټرمپ د واکمنۍ تر رسېدو وروسته امریکا پرروسيې تور پورې کړ چې د دې هېواد په ټاکنو کې مداخله کړې ده ، خو روسیې د امریکا دغه څرګندونې په کلکه ردې کړې دي .

 

 

 

 

Loading...