fbpx

د مینې منګل وژل کېدل نړیوال غبرګونونه راپارولي دي

خبریال وېب پاڼه – کابل ۱۳ مۍ ۲۰۱۹ د مینې منګل وژل کېدل د نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي .

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو د مینې منګل پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د جنسيتي برابرۍ لپاره د مينې منګل فعاليتونه، نه يوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې مهم وو.

ترودو په خپل ټويټ کې مينه منګل «زړوره ژورناليسته» بللې او ويلي يې دي چې هغه د ښځو او نجونو مدافع وه.

د کاناډا صدراعظم د مينې منګل وژنه «نه منل کېدونکې غميزه» بللې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت هم پر خپل ټویټر د مینې منګل پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د مینې منګل او نورو ټولو ژورنالستانو کار د دغه هېواد د راتلونکې بریا لپاره مهم دی سفارت لیکلي چې ژورنالستان باید خوندي کړل شي .

دغه راز په کابل کې د ا ایټالیا سفارت ویلي . د مینې منګل وژل کېدل غموونکې پېښه ده چې ژورنالستان په نښه کوي .

د ټلويزيوني خپرونو پخوانۍ ويانده او د ولسي جرګې د فرهنګي او ديني چارو د کمېسيون سلاکاره مينه منګل د شنبې په ورځ د کابل په کارته نو سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.

د هغې د کورنۍ ځينو غړو ادعا کړې چې مينه منګل د هغې د پخواني خاوند له خوا وژل شوې ده د کابل پولیسو د یادې پېښې د جدي پلټنې امر کړی دی هو لایې هم په دې اړه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړی .

Loading...