fbpx

پر افغانانو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي جګړې اغېز

خبریال وېب پاڼه – کابل ۱۳ مۍ ۲۰۱۹ دا چې په افغانستان کې جګړه او په میلونونه افغانانو ته له دې جګړې څخه په یو نا یو ډول ضرر رسېدلی دی ، د شهیدان او ټپیانو ترڅنګ یې ګڼ شمېر افغانان د خپلو سیمو پرې ښودو ته اړ کړي دي او په سلګونه زره ځوانان بیا نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاه تللي دي او پردي وطنونه جوړوي ، ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره ، چې د اور په لمبو کې د مجبورۍ شپې او ورځې تېروي یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي .

په افغانستان کې په سلګونه زره هغه ځوانان چې خپل عمر یې په تعلیم کې تېرکړی او د شپاړلس تر شلو کلونو پورې زده کړې دي ، لاهم د دندې په تمه په کورونو کې ناست دي او په میلیونونه هغه ځوانان چې له تعلیم څخه بې برخې پاته شوي دي سهار د مزدورۍ په لټه له کوره بهر خو ماښام بیا وچه خوله کور ته راځي .

اوس هم ګڼ شمېر هغه ځوانان چې زده کړې یې نه دي کړې ایران ، پاکستان او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي ، خو د دغه ځوانانو زیات شمېر یې تر وهلو ، ټکولو،لوږې ، تندې  وروسته بیا د کار لپاره تر ایران پورې ځان رسوي، که څه هم په ایران کې ډېرې نادودې ورسره کیږی ، خو مجبوریت دا هر څه په افغانانو منلي دي .

پر ایران د امریکا له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې هم  کارونه په ټپه درېدلي دي ، تکړه مزدور یوازې د میاشتې لس زره افغانۍ لاسته راوړلی شي او ځینې ځوانان خو بیا خالي خپلې خېټې چلوي .

لوګر ته په لاره د دوو هغو ځوانانو مخ شوم چې تازه له ایران څخه ځکه په خپله خوښه راغلي و چې د دوی پر وینا کار نه و ، یوه تن چې نوم یې عیسی خان و د خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې وویل « سخت مجبور وم په ډېرو خوارۍ او حیرانۍ مې ځاه تر ایرانه ورساوه ، خو هلته چې کله ورسېدو یوه ورځ به کار و او دوه ورځې به بیا بې کاره و ، یوازې مې درې میاشتې تېرې کړې الی مې د قاچاقبر پیسې ور پوره کړې او کور ته روان یم د کرایه پیسې راسره پاته دي او بس »

بل ښایسته ځوان چې لوکسې عینکې یې پر سترګو وې خپل نوم محمد جان وښود په چپه لاس یې له سترګو عینکې لرې کړې راته ویې ویل « اوس له ایران څخه د دې په خاطر چې کار نشته په زرګونه ځوانان را روان دي ، هلته هیڅ کار نشته ، په ځینو وختونو چې کار وکړې بیا منډس پیسې نه درکوي ، بیا نو هیڅ هم نشې ورسره کولی ،زمانه د راتلو پیسې هم نه وې په ایران کې مې د کاکا له زوی څخه پور کړې ،چې الی تر دې ځایه را ورسېدو »

دا چې یوازې د امریکا بندیزونو پر ایران دومره تاثیر کړی چې هره ورځ په زرګونه ځوانان په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته راځي ، نو که چېرې امریکا پر ایران برید وکړي ، نو په میلیونونه هغه افغان ځوانان چې اوس په ایران کې  څا نه څه بوختیاوې لري بېکاري به د افغانستان پر شاه د بېکارانو پېټی لا هم دروند کړي .

 

لیکوال : عتیق الله مسعود

Loading...