fbpx

پاکستان ولې له اشرف غني په وېره کې دی ؟ لمړۍ برخه

خبریال ویب پاڼه کابل -۱۳  مۍ ۲۰۱۹ / په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ولسمشر غني‌ د امنیت د ساتلو پر پلان عملي‌ ګامونه پورته کوي.

د ښاغلي‌غني دا امنیتي پلانونه په کوردننه د ټوپک سالارو او د هیواده بهر دافغانستان د دښمنو ګاونډیانو له لوري ننګول کېږي .

ښاغلی غني چې د دفاع وزارت چارې یې یوه وړ وزیر اسدالله خالد ته سپارلې ، هم مهاله د پاکستان له سخت غبرګون سره مخامخ شو ، ځکه د دفاع وزیر اسدالله خالد د پاکستان سر سخت دښمن او په دې پوهېدلی دی چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اورته لمن وهي‌.

ولسمشر غني‌یوازي دا نه چې ددفاع وزارت چارې یې یوه وړ کس ته وسپارلې بلکه د صلاحیت سره سره یې ددفاع وزیر اسدالله خالد وړاندیزونه هم ومنل او دراتلونکو لپاره یې یو قوي امنیتي پلان وړاندې کړ .‌

دا پلان ته د ۲۰۱۸ کال د امنیتي پلان نوم ورکول شو چې له اعلان سره سم یې د افغانستان دښمن هیواد (پاکستان) نا ارامه کړ.‌

ددغه امنیتي پلان پر اساس د افغان کمانډو ځواکونو د شمېر زیاتوالی لمړنی اصل دی . یعني د ۲۰۱۸ کال د امنیتي پلان له مخي به دافغان کمانډو ځواکونو شمېر د راتلونکي  (۲۰۲۰ ) کال پوري‌(۳۰۰۰۰) دېرش زرو ته اوچتېږي . یعني دوه برابره به افغان کمانډو ځواکونه زیات شي .

د هم دغه امنیتي پلان دوهمه برخه داده چې دافغانستان هوايي ځواک به پر پښو درول کېږي .

د همدغه ځواک د پر پښو درولو لپاره د دفاع وزیر اسدالله خالد د اروپا د ځینو هیوادونو سره سره د سیمې د مهمو هیوادونو سفرونه کړي او د ځینو دوستو هیوادونو سره تر پرېکړو هم رسېدلی دی .

دافغانستان ددفاع وزارت وايي ‌چې د راروان ۲۰۲۴ کال تر پایه به زموږ هیواد ټول ټال 300 الوتکې ولري . دافغانستان ددفاع وزارت به هر کال لسګونه الوتکې تر لاسه کوي او دا چاره به ګړندۍ روانه وي .‌ د هغو الوتکو له جملې نه 150 بلک‌هاک، 55 MD530F او 32 دانې AC-208 ليزري بريد کونکې الوتکې، 25 دانې A29 ليزري بريد کونکې الوتکې او همداراز د یو نورو scan eagle کشفي بې پيلوټه الوتکې ترلاسه کول شامل دي.

د دغو الوتکو لویه برخه مرستندویه هیوادونه ورکوي خو ځینې یې د د فاع وزارت له لوري‌ د دفاعي‌ سیستم د پیاوړي کېدو په موخه د ځانګړې شوې بودیجې له لوري پېرل کېږي .

د افغانستان د امنیتي پلان دې هڅې پاکستان سخت نا ارامه کړی دی . خو د دفاعي سیستم د جوړېدو مخالفت په هیواد کې دننه پردي پال سیاست وال نه کوي ،بلکه د ولسمشر غني لپاره داسي‌ ستونزي ځېږه وي چې ددې  دفاعي سیستم له عملي کولو پر شا شي .

ولسمشرغني د دفاع وزیر اسدالله خالد په غوښتنه په دفاع وزارت کې د امنیتي سکتور لپاره امنیتي‌بورډ جوړ کړ چې په شفاف ډول ګومارنې کوي .‌

په تېر ۲۰۱۸ کال کې ټول ټال (۲۰۰۰) پخواني او غیري مسلکي افسران تقاعد کړل شول او پر ځای یې امنیتي سکتور ته د هیواد په جزبه سامبال ،تکړه او لوستي ځوانان ورزیات شول .

په دې ډول د پاکستان د لاس نه ورو – ورو امنیتي سکتور لار وموندله او دا دی اوس د افغانستان ملي ‌پوځ او ټول امنیتي سکتور کې د نفوذي عسکرو مخه هم ډب شوې ده .

د دفاع وزارت سره سره د کورنیو چارو په وزارت کې هم ژور بدلونونه وشول چې اثر یې له ورایه پر امنیتي سکتور باندي ښکاري .

هم داراز د امنیتي‌سکتور شاوخوا ۸۰ سلنه ساتونکی بایو مټرک شول چې یو یې د خیالي‌پولیسو مخه ډب کړه او دفاعي بودیجه وسپمول شوه او له بله اړخه بیا هم د پاکستان نفوذي ساتونکو کچه راټیټه شوه .

د یادو شویو امنیتي اصلاحاتو له کبله په کور دننه ایران پلوو او هم داراز پاکستان پلوو سیاسیونو د ولسمشر غني د مخنیوي هڅي‌ په بیلا بیلو ډولونو پیل کړې .

پاکستان په وېره کې دی چې که چېرته د دوهم ځل لپاره هم ولسمشر غني واک ته ورسېږي ،ښايي د پاکستان لاسونه دافغانستان نه غوڅ کړي ، علت دادی چې پاکستان اشرف غني ته د خپلو لاس پوڅو په مټ بیلا بیلي ستونزي ځېږوي .

کار پوهان په دې باور دي چې که چېرته ولسمشر غني په کور دننه د جنجالونو خلاص شي ،نو بیا ډېر ژر کولای شي چې د پردیو او په ځانګړي ډول د پاکستان له منګولو افغانستان وباسي .

درنښت

لیکوال : د خبریال ویب پاڼې اداره

Loading...