fbpx

په جلال آباد ښار کې څلورو پر له پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

خبر یال وېب پاڼه جلال آباد – ۱۳ مۍ ۲۰۱۹ نن ماښام د روژه ماتي پر مهال د جلال آباد ښار د تلاشۍ چوک تر څېرمه څلور پر له پسې چاودنې شوې چې له کبله د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر ۲۵ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي ، چې چاودنې د هغو ماینونو له کبله وې چې د امنیتي ځواکونو موټرو ته ځای پر ځای شوي وو،

د ننګرهار د والي ویاند هم د یادو چاودنه پخلی کړی دی ، او زیاته کړې یې ده چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي ، او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي .

دا نه دي ویل شوي چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان شوي ملکیان او که امنیتي سرتېري دي . ټپیان سم دستي روغتونونو ته لېږدول شوي دي .

ځايي سرچینې وايي چې کېدای شي د یادې مرګ ژوبلې ارقام تغیر وکړي .

نور جزیات وروسته له خبریال څخه …