fbpx

کوټه کې درنې چاودنې ۴ پوځیان هلاک کړي

خبریال وېب پاڼه بلوچستان – مۍ ۱۴ د بلوچستان ایالت ستر ښار کوټې په سټېلایټ ټاون کې یوې زورورې چاودنې ۱۴ تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د کوټې یو تن پولس عبدالرازق چیمه له پېښې وروسته له  رسنیو سره وویل چې چاودنه د یوجومات سره نږدې هغه مهال رامنځته شوه ، چې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو چاودنه وکړه .

د عیني شاهدانو په خبره په پېښه کې ۴ تنه پوځیان هلاک شوي دي او ۱۱ نور مرګوني ټپیان شوي دي ، پولیس وايي تر چاودنې وروسته یې سیمه کلابنده کړې ده او د پېښې په اړه یې پلټنې روانې کړې دي .

د پېښې یو تن عیني شاهد محمد نعیم امریکا غږ ته په خبرو کې ویلي دي ، چې د پېښې ټپیان یې په خپل موټر کې تر روغتون پورې رسولي دي .

د تعیم په وینا چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې تر لرو پرتو سیمو پورې هم اورېدل شوی دی او پوځيانو موټر یې په بشپړ توګه ویجاړ کړی دی .

تحریک طالبان پاکستان د یادې پېښې پړه منلې ده .

په بلوچستان کې دا په روانه اونۍ کې دویم برید دی چې ترسره کیږي ، له هغې مخکې وسله والو ځانمرګو بریدګرو د ګوادر په سیمه کې پر یوه ټل برید وکړ چې له کبله یې یو پوځي هلاک شوی و او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو، د دې برید پړه پلوڅو بلتون پالو منلی و.