fbpx

پنټاګون: امریکايي سناتوران دې افغانستان ته خپل سفرونه راکم کړي

خبریال وېب پاڼه کابل –۱۴مۍ ۲۰۱۹ پنټاګون په یوه تازه اقدام کې له امریکايي سناتورانو څخه غوښتنه کړې ده ، چې افغانستان ته دې خپل سفرونه محمدو کړي ، د فاع سرپرست وزیر د امریکا د سنا د مجلس استازو ته ویلي ، چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضیعت له کبله دې دغه هېواد ته خپل سفرونه راکم کړي ، نوموړي همدارنګه ویلي ، چې امریکايي سناتوران دې افغانستان ته د امریکا د اقتصادي مسایلو په اړه سفرونه نه کوي .

خو په امریکا کې بیا رسنیو د پنټاګون دغه اقدام غیر قانوني بللی او زیاته کړې یې ده چې په دې سره دفاع وزرات هڅه کوي ، څو د امریکا د خلکو استازي په افغانستان کې د روان وضعیت څخه بې خبره وساتي .

سناتورانو بیا ویلي ، چې افغانستان ته خپل سفرونه جاري ساتي څو په دغه هېواد کې سیاسي حالت د سولې روانې خبرې همدارنګه په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه له نږدې وڅاري ، دوی د پنټاګون دغه وړاندیز غندلی او وايي ، چې د امریکا دخلکو د استازو په توګه د امریکا د بهرنیو چارو څارنه د دوی مسؤولیت ده .

دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون پرېکړه کړې ده چې د افغانستان د جګړې په اړه به رسنیو او خلکو ته معلومات نه ورکوي ، دې چارې په امریکا کې د خلکو سختې اندېښنې را وپارولې .

په دې ترڅ کې دیارلس نړیوالو بنسټونو د پنټاګون څخه وغوښتل چې د افغان جګړې پر معلوماتوورکولو لګېدلي بندیزونه لرې کړي ، دوی په یوه ګډ لیک کې چې پنټاګون ته یې لیکلی غوښتي چې د افغانستان د جګړې په اړه چې خورا خونړۍ او پېچلې ده معلومات ورکړي . دوی له سرپرست وزیر پاټریک شاناهان څخه وغوشتل چې پنټاګون دې په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي .

Loading...