fbpx

چین هم پر امریکايي مالونو تعارفه زیاته کړې ده

خبریال وېب پاڼه کابل – ۱۴ مۍ ۲۰۱۹ چین د امریکا له لوري پر چیني مالونو د تعارفې د زایاتوالي په بدل کې ورته ګام اخیستی او پر امریکايي مالونو یې تعرفه زیاته کړې ده ، د دوشنبه په ورځ چین اعلان ورکړ، چې د امریکا د ۶۰ میلیارده ډالرو پر ارزښت مالونو یې تعرفه زیاته کړې چې یاده تعرفه ۲۵ فیصدو ته رېدلې ده . د چین دغه دغه اقدام به د جون میاشتې له لومړۍ څخه د پلي کېدو وړ وي .

دغه اقدام د امریکا له لوري پر چیني مالونو د تعرفې د زیاتوالي په غبرګون کې اخیستل کیږي ، چې چیني واردات یې په نښه کړي دي .

د چین له لوري دغه اعلان د ونډو په بازار هم اغېزکړی دی .

څو ورځې وړاندې امریکا د دوه سوه میلیارډو ډالرو پر ارزښت پر چیني مالونو تعرفه له لس فیصده ۲۵ فیصدو ته لوړه کړه او، د امریکا ولسمشر ګواښ کړی چې د درې سوه میلیارد ډالرو پر ارزښت پر چیني مالونو تعرفه به په نږدې راتلونکې لوړه کړي .

دا په داسې حال کې ده چې د چین او امریکا ترمنځ د پر سوداګرۍ خبرې اترې د روانې میاشتې په لسمه نېټه پای ته ورسېدلې او دواړو لوریو دغه خبرې مثتبې وبللې .

په دې وروستیو کې د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي جګړه توده شوې ده ، چې له کبله یې په نړیوال بازار هم منفي اغېز کړی.