fbpx

۱۱ هغه چینایان نیول شوي چې غوښتل یې پاکستانۍ ښځې قاچاق کړي

خبریال ډاټ کام لاهور- ۱۴ مۍ ۲۰۱۹: د پاکستاني چارواکو
پر وینا نن په لاهور کې ۱۱ هغه چینایان نیول شوي دي چې غوښتل یې پاکستانۍ ښځې چین ته لومړی قاچاق او بیا ترې په جنسي کاروبار کې ګټه واخلي.

چینایانو چې له څو کلونو راهیسې پاکستانۍ ښځې له ځان سره د واده په بهانه چین ته ولي او هلته ترې په جنسي کاروبار کې ګټه اخلي نن هم ۱۱ هغه چینایان نیول شوي چې دوی غوښتل پاکستانۍ ښځې چین ته قاچاق او په جنسي کارو بار کې ترې ګټه واخلي.

په لاهور کې حکومتي چارواکو خبر ورکړی دی چې نیول شوي ۱۱ تنه چینایان یې د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته لېږلي ویل کېږي چې په پنجاب کې دا ډول پېښې زیاتې شوي په لاهور، کونجراواله ، فیصل اباد او په نورو سیمو کې چینایان لومړی ښځو سره جالي ودونه کوي او بیا یې چین ته قاچاق کوي.

څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د بشري حقونو د کميټۍ غړي عثمان خان کاکړ ویلي و د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ هم د جینکو په خرڅلاو سترګې پټې کړي هغه وړاندې وایې مونږ خو وايو چې چين ته خپله يوه انچه ځمکه او يو کاڼې هم ورنکړو ، ملايان هم په دې چوپه خوله ناست دي چې ولې چینایان انجونې له ځان سره ولي.

د پاکستان د بشري حقونو د کميشن یا د (اېچ ار سي پي) غړې زهره يوسف بیا ویلي و پاکستان باید د دې پوښتنه ژر تر ژره وکړي چې چې د جینکو د خرڅلاو دا کاروبار په کومه کچه کيږي .

د یادونې وړده چې له څو کلونو راهیسې پر پاکستان کې د ښځو قاچاق روان دی دوی په دې تېر یوه کال کې په لسګونه ځوانې جینکۍ په چین خرڅې کړي دي.