fbpx

روحاني: ایران له هېچا نه ویریږي

خبریال ویب پاڼه ایران – ۱۴ مۍ ۲۰۱۹: د امریکا او ایران ترمنځ تر کړکېچ وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، په دې اوس دښمن هم پوهېږي چې دوی له چا څخه نه وېرېږي او بلاخره دښمن ته به سحته ماتې ورکوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په خپل هېواد کې له ځینو دیني عالمانو سره په لیدنه کې وویل، ایران ډېر ستر هیواد دی او له هیچا څخه نه وېرېږي. ایراني رسنۍ هم د روحاني له قولي لیکلي که د خدای خوښه وه دوی به په ویاړ سره دا سخت حالت هم تېر کړي او دښمنانو ته به ماتې ورکړي.

روحاني له هغه وروسته دا خبرې کوي چې د متحده عرب اماراتو په ساحل کې د سعودي عربستان په څلورو بېړیو، چې دوه یې د تیلو ټانګرې وې، بریدونه شوي. دا په سیمه کې د تاوتریخوالي د پارېدو تازه نښه بلل شوې.

په ورته وخت نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په لیدنه کې ویلي چې که امریکا پر یاد هېواد خپلو فشارونو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې کومه نوې هوکړه ونشي نو په لوړه کچه به د یورانیمو غني کول له سره پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم ایران ګواښ وکړ چې که نړیوال قدرتونه په نویو شرایطو د یوې موافقې په مذاکرو کې ناکامه شي، ایران به په ۶۰ ورځو کې د خپلو یورانیمو د غني کولو پروسه اخري لوړې کچې ته ورسوي.