fbpx

په ننګرهار کې د نابینایانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د مزار لوبډلې وګتلې

خبریال ویب پاڼه جلال اباد – ۱۴ مۍ ۲۰۱۹: د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د سویډن کمېټې په مالي مرسته د درې ولایتون ننګرهار، کونړ او مزار شریف ولایتونو تر منځ د کرکټ ۵۰ اوریزه سیالۍ د مزار شریف په اتلولۍ سره پاتی ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د ثور پر پنځمه نیټه پیل شوې وې چې نن یې په پای لوبه کې د مزار شریف نابنیانو کرکټ لوبډلې ننګرهار لوبډلې د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتلولي په خبل نوم کړه.

په ختیځ کې د سویډن کمېټې غړي فضل الغني بشر دوست پر وینا د دې لوبو څخه یې موخه دا وه چې نابینایان په ټولنه کې د کمي احساس ونه کړي او د همدې لارې د سولې پیغام ورسوي.

فضل الغني بشر دوست زیاتوي هڅه کوو چې په هیواد کې د نابینایانو داسې لوبډله جوړه کړي تر څو د شوې ژمنې له مخې د (۲۰۲۰ )کال د نابینایانو په نړیوالو جام کې برخه واخلي.

نابینایان وایي، له دې لوبو خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې دوی ته دې د سیالیو لپاره میدانونه او هم دې ورته له هیواده بهر سیالۍ برابرې کړي.

د یادونې وړده دا دوهم ځل دی چې د ختیځو ولایتونو سربیره د نورو ولایتونو د نابینایانو د کرکټ لوبډلې سره لوبې کوي . تیر کال د دې سیالیو اتلولي د کونړ نابینایانو لوبډلې پخپل نوم کړې وه.