fbpx

هند د چابهار بندر په اړه اندېښنه ښودلې

خبریال وېب پاڼه- نړیواله څانګه ۱۵ مۍ ۲۰۱۹ پر ایران د امریکا د بندیزونو له زیاتېدو سره هند د چابهار بندر په اړه اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي ، چې ښايي دغه بندیزونه د چابهار بندر سوداګرۍ ته زیان ورسوي او سوداګر به زړه ښه نه کړي ، چې په دې بندر کې پانګونه وکړي . دهند د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په لیدنه کې کړې دي . سوشما سواراج همدارنګه ټينګار کړی ، چې د چابهار بندر په اړه شته اندېښنې به له امریکا سره شریکې کړي او په دې اړه به پوره ډاډ تر لاسه کړي . که څه هم امریکا لا له وړاندې ویلي دي چې پر ایران د لګېدولو بندیزونو څخه چابهار بندر مستثنی دی ، خو لا هم هند په دې اړه خپلې اندېښنې لري .

مېرمن سوارج د امریکا د وروستیو اقداماتو له امله له ایران سره دخپل هېواد سوداګري او راکړه ورکړه هم په زیان او خطر کې بللې ده .

اقتصادي کارپوهان وايي ، په منځني ختیځ کې د امریکا وروستي اقدامات له ایران سره سره په ګاونډیو هېوادونو هم اغېز لرلی شي ، د دوی په باور هغه سوداګر چې د ایران سره سوداګرۍ اړیکې لري زړه به ښه نه کړي ، چې د وضعیت تر څرنګوالي پورې خپلو سوداګریو ته له ایران سره دوام ورکړي ، چې په دې برخه کې یو هم تر ټولو مهم بندر چابهار دی چې د ایران هند او افغانستان تر منځ د همدې بندر له لارې سوداګري کیږي .

د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو ترینګلیتیا نه یوازې دا چې د ایران پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی بلکې د سیمې هېوادونو پر کاروبار یې خپل اغېز شیندلی دی .

Loading...