fbpx

پوټین او پمپیو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

خبریال وېب پاڼه – نړیواله څانګه -۱۵ مۍ ۲۰۱۹ راپورنه وايي، دواړو لورو د ایران، وینزویلا، سوریې، اوکراین، شمالي کوریا تر څنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر سوله او ثبات ټینګار کړی دی.

د روسیې ولسمشر ویلي چې د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي دغه هېواد ته سوله او ثبات راولي.

پوتین د سولې خبرې مهمې بللې دي او وایي طالبان په افغانستان کې پیاوړي شوي دي نو د دې اړتیا ده چې هلته روانه ستونزه حل کړل شي.

د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان په برخه کې د همکاریو پر رامنځ ته کولو هم ټینګار کړی دی.

یادوړني وړ ده ، چې پمپیو د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم د افغانستان د روان وضعیت، سولې او ثبات په اړه هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره کتلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ترکمنستاني رسنیو ویلي، چې ښاغلي مرادوف او ښاغلي ظریف په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله مهمه بللې ده.

رشید مرادوف ویلي، چې هېواد یې د تل په څېر د افغانستان د سولې ملاتړ دی او په دې برخه کې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې کړې دي.

د هغه په وینا ترکمنستان په ځلونو پر دواړو لورو د مخامخ مذاکراتو غږ کړی دی او د کوربه توب ژمنه یې کړې ده.

ترکمنستان تر دې وړاندې هم له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغان سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و او ژمنه یې کړې چې دغه ډول کنفرانسونه به ادامه مومي.

یادوني وړده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې دوه ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج سره هم د افغانستان د وضعیت او سولې په اړه خبرې کړې وې.