fbpx

په غزني کې د پاکستانیانو په ګډون تر ۴۰ زیات وسله وال وژل شوي

 

خبریال وېب پاڼه- کندهار- ۱۵ مۍ ۲۰۱۹ غزني ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه عملیات د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ځانګړو افغان او بهرنیو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې کومانډويي عملیات وکړ، چې په ترڅ کې یې د ۳۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند وایي، دا عملیات د کره اپراتیفي معلوماتو پر اساس د اندړو ولسوالۍ د سردې سیمې د لوی ساره جومات په شاوخوا کې شوي دي.

د هغه په وینا، چې د وژل شویو وسله والو مړي په سیمه کې پراته دي.

یادوني وړده چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دریو پاکستانیانو په ګډون یو شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي وو، چې ځینې په کې د پاکستان د پوځ افسران هم وو.

په ورته وخت کې د غزني د رسنیو د دفتر پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي چې ، د غزني ولایت اړوند د غزني ـ پکتیکا د لاري په اوږدو کې د خالد۳ تر نامه لاندي د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د یادي لاري شاوخوا د مرکز غزني اړوند په شالیز او آرزو سیمو کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسي د څلورو هوایې او یوه توپچي برید په ترڅ کې د دولت ۲۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او د هغوی اړوند ۳ عرادي موټر سایکلونه، یو میل ۸۲ ملي متري توپ او یو میل دهشکه له منځه تللي دي.

یاد عملیات د غزني ـ پکتیکا د لویې لاري د امنیت او په اوږدو کې یې د نویو امنیتي پوستو او بیزونو د ایجاد په موخه له تیرو دریو ورځو راهیسي پیل شوي دي.

وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې د دغه عملیاتو په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي .