fbpx

په شملزو کې پاکستاني پوځ عام کورونه ویشتلي دي

خبریال وېب پاڼه – زابل – ۱مۍ ۱۵ ۲۰۱۹د زابل د شملزو ولسوالۍ په اړوند ځنځیر سیمه کې د افغان او پاکستاني نظاميانو ترمنځ له تېر یوه ساعت راهیسې جګړه پيل شوې ده.

د شملزو ولسوالۍ ځايي اوسیدونکو نن چهارشنبه د «غوايي پر ۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستاني لوري څخه د درنو وسلو ګولۍ د ولسي خلکو پر کورونو لګېدلي او مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

د زابل یو قبایلي مشر او د شملزو ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي اسماعیل وويل چې جګړه نن تر غرمې مخکې څه کم یوولس بجې پيل شوې.

ده زیاته کړه چې پاکستاني لوري د ډیورنډ کرښې ته نږدې د اغزن سیم د غځولو هڅه کول چې افغان سرحدي قواوو يې مخه نیولې.

 

هغه وويل”پاکستاني نظامیان د ځنځیر سیمي ته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه موقعیت لري، نږدې شوي وو او هڅه يې کول چې اغزن سیم وغځوي سرحدي قواوو په پيل کې ورسره خبري کړي خو خبرو کومه نتیجه نده ور کړې او جګړه رامنځ ته شوې اوس پاکستانی لوری د توپو حمله پيل کړې چې ګولی يې د شملزو ولسوالۍ په اړوند کلیو کې لګیږي خو لايې هم د مرګ ژوبلي په اړه کره معلومات نشته”

د یادونې وړ ده چې په همدغه سیمه کې نن سهار وسله والو هم پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له لوري پر شاه و تمبول شول .

Loading...