fbpx

غني: د اووه میاشتې ځنډ وروسته ټاکنې اعلانېدل یوه غمیزه وه

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۵ مۍ ۲۰۱۹: ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د کابل او پکتیا ولایتونو د ولسي جرګې د وکیلانو د لوړې په مراسمو کې وویل د اووه میاشتو ځنډ وروسته د ټاکنو د پایلو اعلانېدل یوه غمېزه وه.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې وویل په راتلونکې کې باید د دغه ډول غمیزې راپورته کېدو مخه ونیول شي. نوموړي د ټاکنو پرمهال او څه موده وروسته کارنده کمېسیونونه پر سلیقوي چلند تورن کړل او هغوی یې بې کفایته وبلل.

ولسمشر غني وویل، ولسي جرګه اوس بشپړه شوې او تر دې وروسته به په ژمنتیا سره دا مهم بنسټ لکه اساسي قانون چې ویلي، پر کلیدي وظایفو تمرکز کوي او د افغانانو باور به بېرته ګټي

د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتيجې تېره شپه اعلان شوې چې ٩ تنه ښځې او ٢٤ نارينه په نهايي لېست کې راغلي دي . چې د کابل ولايت د ټاکنو وروستي نوملړ کې د لومړني نوملړ په پرتله يوازې څلور کسان نوي شوي دي

د لومړني لېست څخه د اجمل گلاب، احمدضیا عظیمي شینوزاده، محمدفرهاد صدیقي او سلیمه نیکبین نومونه ايستل شوي او پر ځای يې د عبدالرازق استالفي، نعیم وردګ عرفان‌الله عرفان، او پروین درانۍ نومونه راغلي دي.

د کابل په شمول د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېر کال د میزان میاشتې په ۲۸ مه وشول، خو د کابل د نهايي نتيجو اعلان ٧ مياشتې وځنډېد.