fbpx

ممکن اصف زرداري هم زنداني شي

خبریال ویب پاڼه پاکستان – ۱۵ مۍ ۲۰۱۹: په پاکستان کې دغبن په تورونو د نواز شریف او نورو چارواکو له نیول کېدلو وروسته د دغې هېواد د پخواني ولسمشر او د پېپلز د ګوند مشر اصف علي زردالي د نیولو امکان پیدا شوی دی خو زرداري له ویري له هرڅه وړاندې د محکمې څخه د ضمانت غوښتنه کړې.

اصف زرداري سبا د مۍ پر ۱۶ مه نېټه هریش کمپنۍ دغبن په یوه دوسیه کې د ښکېلتیا له امله محکمې ته غوښتی تر څو حساب او کتاب ورکړي خو زرداري له وړاندې په اسلام اباد کې له یوې محکمې څخه د ضمانت غوښتنه کړې تر څو د نواز شریف په شان له برخلیک سره
مخ نه شي.

نیب محکمې ته ویلي چې د سترې محکمې په حکم یې په ټول هېواد کې د جعلي بانکي اکاونټونو پلټنې پیل کړي چې په هغې کې تر اوسه د ۲۶ دوسیو څېړنې روانی دۍ چې پکې ۸ نورې داسې دوسیې شته چې اصف زرداري پکې په فساد تورن دی.

پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې له یوې محکمې غوښتنه کړې چې باید نیب د هغه د نیولو منعه کړي ځکه اوس یې وخت نه دی او دا د ده پر وړاندې بې عدالتي ده.

نیب له دې وړاندې هم د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف دغه راز د مسلم لیګ د ګوند نور چارواکي او د اصف علي زرداري د حکومت یو شمېر وزیران او د هغه نور نږدې ملګري د غبن په تورونو تورن کړي دي.

په دې هېواد کې د اپوزیشن ګوندونه په حکومت تور لګوي چې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې د نیب په واسطه قضیې جوړوي او پر فساد یې تورنوي.