fbpx

پاکستانۍ لوبډلې ۲۰۱۹ کال په زبردستو ماتو پیل کړی

خبریال ویب پاڼه پاکستان – ۱۵ مۍ ۲۰۱۹: د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د (۲۰۱۹) کال په پرله پسې زبردستو ماتو پیل کړی دی دا چې نړیوال جام ته هم د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي خو پاکستانۍ لوبډله په یو بد حال کې قرار لري.

پاکستان په دې مهم او ارزښت ناک کال کې تر دا مهاله ( ۱۸) نړیوالې سیالۍ ترسره کړي چې په دې کې یوازې درې سیالۍ ګټلی او پنځلس نورې یې بایللې دي.

پاکستانۍ لوبډلې د دې ۱۸ سیالیو څخه لس لوبې له یوې لوبډلې سوت افریقا سره ترسره کړي دي چې په دې لوبو کې دواړو لوبډلو دوه ټېسټ دغه راز پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.خو پاکستانۍ لوبډلې له دې سیالیو یوازې دوه پنځوس اوریزې او یوه شل اوریزه سیالي ګټلې او نورې ټولې یې بایللي.

له سوت افریقا وروسته په متحده عربي اماراتو کې هم پاکستانۍ ملي لوبډلې له اسټرالیا سره پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې په دې ټولو پنځو سیالیو کې پاکستان زبردسته ماتې وخوړلې.

اوس پاکستانۍ لوبډله په انګلستان کې ده چې له کوربه انګلستان څخه یې په پرله پسې توګه په یوې شل اوریزه او دوه پنځوسر اوریزو سیالیو کې ماتې وخوړې.

یو شمېر د کرکټ مبصرین او کرکټ پوهان بیا وایې که د پاکستانۍ لوبډلې همدا حال وي نو په راتلونکي نړیوال جام کې به سختې ماتې وخوری.

پاکستانۍ لوبډله ټاکل شوې په نړیوال جام کې دوه ځل د افغان ملي لوبډلې سره هم ولوبېږي چې لومړۍ لوبه
به نهه ورځې وروسته وارم اپ یا تمریناتي وي له هغې وروسته به په رسمي سیالۍ کې هم له پاکستان سره ولوبېږي.

هیره مو نه وي چې پاکستان وروستۍ ۱۱ سیالیو کي هیڅ بریا نده ترلاسه کړې او د بریا په ارمان دي.