fbpx

په هرات کې چاودنې ۷ تنو ماشومان ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه – هرات -۱۵ مۍ ۲۰۱۹ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له کبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پروې د دې ولسوالۍ په بازار کې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو توکو چاودنه کړې ده ، د ده په خبره په دې چاودنه کې یو ماشوم شهید شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي ، په ټپیان کې ۶ تنه ماشومان او ۲ تنه یې د ملا رسول په مشرۍ طالبان دي .چې یو یې هم د دې ډلې قوماندان دی .

ټي ماشومان روغتون ته وړل شوي دي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی .

تر اوسه پورې د دې چاودنې مسؤولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی .

د طالبانو له لوري د الفتح عملیاتو د اعلان سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړه سخته شوې ده ، چې له کبله یې د دواړو حکومت او طالبانو په جګړو کې زیات شمېر ولسي وګړي هم قرباني شوي دي . یوناما دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د روژې په میاشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې ده او د ښکېلو غاړو څخه یې په جګړه کې د ولسي خلکو د ژوند خوندیتوب غوښتنه کړې ده .