fbpx

لاهم افغانستان د ایراني توکو لپاره ښه بازار دی

خبریال وېب پاڼه – هرات ۱۶ مۍ ۲۰۱۹ ایران وایي ، د امریکا د بندیزونو سره سره لا هم افغانستان د ایراني توکو لپاره تر ټولو ښه بازار دی .

د ایران د صنایعو او تجارت چارواکي وايي، چې د امریکا د بندیزونو پر مهال افغانستان ، عراق او ترکیه د ایراني اموالو لپاره تر ټولو ښه بازارونه دي . د ایراني چارواکو په وینا له هغه وخت څخه چې امریکا د ایران پر فلزات بندیز لګولی ، د ایران د فلزاتو په ځآنګړي توګه مس په افغانستان کې ښه بازار دی ، او په خبره تر دې وروسته به افغانستان ته د فلزاتو صادرات زیات کړي .

ایران ویلي د امریکا له لوري د دوی پر فلزاتو به د امریکا بندیزونه ځکه زیات اغېز و نه لري ، چې په نړیواله کچه د ایران فلزات پېرېدونکي لري چې ایران یې اړتیاوې پورې کوي .

ایران هر کال تر ۲۵ میلیونه ټنه پورې مس تولیدوي او ټاکل شوې چې دغه کچه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې ۵۰ میلیونه ټنه ته ورسوي .

تېره اونۍ مریکا پر ایان د خپلو بندیزونو په لړ کې د ایران د فلزاتو پر صادراتو بندیز ولګاوه ، چې له کبله یې دایران اقتصاد ته یوه بل لوی زیان واوښت ، امریکا ویلي ، چې د ایران لس سلنه بودیجه د فلزات د صادراتو څخه تمویلیږي .

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې د ایران د اټومي پروګرام پر سر سختې خرابې شوې ، چې له کبله یې امریکا د بندیزونو تر څنګ خپل جنګي بېړۍ او الوتکې هم د ایران سره په شاه خو ا کې ځای پر ځای کړې دي . د نیویارک ټایمز د خبر له مخې د امریکا د فاع وزیر د لوړو پوړو چارواکو سره منځنی ختیځ ته پر ۱۲۰ زرو سرتېرو غور کوي ، خو ټرمپ د دوشنبه په ورځ د نیویارک ټایمز دغه راپور ناسم وباله ، خو زیاته یې کړه که د د سرتېرو لېږلو ته اړتیا پیدا  شي نو ښايي تر دې ډېر سرتېري و استوي .