fbpx

د طالبانو او داعش د جګړو له کبله زرګونو خلکو خپلې مینې پرې ایښې

خبریال وېب پاڼه ننګرهار- ۱۶مۍ ۲۰۱۹ د ملګرو ملتونو ځینې ادارې راپور ورکړی ، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د تېرې مارچ میاشتې راهیسې د طالبانو او داعش ترمنځ سخته جګړه روانه ده ، په دې راپورونو کې یو شمېر بهرنیو رسنیو را نقل کړي دي ، ویل شوي چې د دې جګړو له کبله ملکي خلکو ته سخت زیان رسېدلی دی .

په راپورونو کې راځي د دواړو لوریو د جګړو له کبله زرګونه کسان بې ځایه شوي دي ، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه راپورونو پر بنسټ د شیرزادو او خوګیاڼیو ولسوالیو څخه څه باندې ۶۵ زره کسان د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړ شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند هم د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړو له کبله د بېځایه شویو پخلی کوي او وایي چې ۱۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي . خو د نوموړي په خبره د زیات شمېر دغو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته هم شوې ده .

خو بېځایه شوي چې د زیات شمېر یې جلال آباد ته کوچېدلي دي له حکومت څخه شکایت کوي چې لازمه مرسته  نه ده ورسره شوې  .

له بل پلو د کونړ ولایت نه هم راپورونه وايي ، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله زیات شمېر خلک بېځایه شوي دي .

طالبانو د پسرلي په رارسېدو سره د الفتح عملیات اعلان کړل ، چې نه یوازې د حکومت په وړاندې یې جګړه تېره کړه بلکې یو شمېر جنګیالي یې د داعش د ځپلو په موخه ختیځو ولایتونو ته هم لېږلي دي ، چې د راپورونو له مخې لا هم په دغه ولایتونو کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده .

Loading...