fbpx

په یو شمېر ولایتونو کې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک ملاتړ وشو

خبریال وېب پاڼه کابل – ۱۶مۍ ۲۰۱۹ به یو شمېر ولایاتونو کې لویې مشورتي جرګې له وروستي پرېکړه لیک څخه د علماوو په ګډون زیات شمرافغانانو خپل ملاتړ اعلان کړی دی  .

په دې اړه په غزني ولایت کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د مشورتي جرګې د پرېکړې څخه پراخ ملاتړ وشو .

په دې غونډه کې د غزني د والي وحیدالله کلیمزي به ګډون ګڼ شمېر علماوو، سپین ږیړو متنفذینو ګدون کړی و . دې غونډې ته د غزني والي په وینا کې وویل ، چې تېرې ۴۰ کلنې جګړې له افغانستان څخه زیاته قرباني اخیستې ده ، ولس سوله غواړي او د جګړې د دوام لپاره کومه بهانه نه ده پاته .

د غزني د ولایتي شورا یو تن غړي حمیدالله سروري وویل ، چې د مشورتي لویې جرګې استازي د یوه ښه نیت او د یوې ملي مفکورې پر بنسټ سره راټول شول او دافغانستان د ملي ګټو له مخې یې پرېکړه وکړه .

په دې غونډه کې د غزني د علماو د شورا رئیس یو ځل بیا د په افغانستان کې روانه جګړه نا روا و بلله او له وسله والو طالبانو څخه یې وغوشتل چې دې نا مشروع جګړه پای ته ورسوي .

په ورته وخت کې په همدې موخه د هېواد په شمال فاریاب ولایت کې هم په دې اړه یوه لویه غوڼده جوړه شوې وه و چې ګڼو ښځو ، نظامي او ملکي چارواکو پکې ګډون کړی و ، په دې غونډه کې ګډون کوونکو وویل چې لویې مشورتي جرګې دا ثابته کړه چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي دي او بې قید او شرطه سوله غواړي .

په دې غونډه کې د فاریاب د حج او اوقافو رئیس مولوي ګل احمد لطفي وویل « طالبان د جهاد تر نامه لاندې خلک وژني او دې جګړې ته نه باید د جهاد نوم ورکړل شي » دې غونډې ته د مدني ټولنې فعالې آمنې مخلص وویل چې دې جرګې ته هیڅ یو استازی هم په انتصابي توګه نه دی ټاکل شوی بلکې د شفافو او ازادو ټاکنو له لارې استازو دې جرګې ته لاره پیدا کړه .