fbpx

ترمپ ایران ته د خبرو وړاندیز تکرار کړی

خبریال وېب پاڼه – کابل مۍ ۱۶ ۲۰۱۹ /د امریکا ولسمشر ډوالډ ټرمپ ایران ته په خپلو خبرو کې ویلي ، چې امریکا ډاډه ده چې ایران به له دوی سره خبرو ته کښېني .

د امریکا او ایران ترمنځ د خرابو اړیکو سره سره دواړه هېوادونه هڅه کوي چې ترمنځ یې جګړه و نشي . نوموړي همدارنګه ویلي ، چې دی او حکومت یې خپلو پرېکړو ته ژمن دی اوپه دې هم ډېر باور لري چې ایران به ډېر ژر له امریکا سره خبرو ته تیاری و ښيي .

ټرمپ هغه اوازې هم ردې کړې چې ګواکې د حکومت د ننه کې د پالسیو په اړه اختلافات موجود دي .

امریکا پر ایران فشار زیات کړی ، څو دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرو ته کیني ، خو دایران مذهبي مشر او حسن روحاني په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي ، چې هیڅ کله به هم له امریکا سره د آټومي پروګرام په اړه خبرې و نه کړي .

د ایران مشرانو زیاته کړې ده ، چې د امریکا وروستي بندیزونه او فشارونه نشي کولی دغه هېواد له امریکا سره خبرو ته اړ کړي . همدرنګه ایران اروپايي هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی دی ، چې تر ۶۰ ورځو پورې به خپل یورانیم غني کولو په بې ساري توګه زیات کړي .

په ورته وخت کې د امریکا د ولسي جرګې رئیسې نانسي پلوسي له حکومت څخه غوښتي چې په منځني ختیځ کې جګړه پیل نکړي ، د نوموړې په خبره که امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې پیلول غواړي نو باید د دې هېواد د استازو له جرګې څخه رایه واخلي .