fbpx

افغان ځواکونو ۴ پاکستاني پوځیان هلاک کړي

خبریال ویب پاڼه کندهار – ۱۶ مۍ ۲۰۱۹ : د کندهار ولایت امنيتي چارواکو خبر ورکړی دی چې د زابل شملزو ولسوالۍ په صفري کرښه د پاکستاني سرتېرو د لورې د اغزن تار د غځېدو مخنیوی یې کړی او په کې څلور پاکستاني پوځیان یې هلاک کړي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان ویلي افغان امنیتي ځواکونه هغه مهال د پاکستان د ملیشه سرتېرو سره په جګړه بوخت شو کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د شملزو ولسوالۍ په سیمه کې اغزن تار وغځوي .

تادین خان ویلي لومړی پاکستاني ملېشه د وسله والو په ګډون په افغان ځواکونو بریدونه وکړل چې په ځوابي برید کې افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو هم په پرله پسې توګه زبردست بریدونه کړي.

د جنرال تادین خان پر وینا د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان څلور ملیشه او شپږ وسله وال وژل شوي او د اووه په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

تادین خان زیاته کړې په دې رامنځته شوې جګړه کې د پاکستان دوه پوځي موټرې، یو د اوبو ټېنکر او هغه موټر چې اغزن تار یې سیمې ته راوړی و د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په نښه او بشپړه توګه یې له منځه وړی دی.

ویل کېږي په دې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو له لورې څخه درنو وسلو ګولۍ د ولسي خلګو پر کورونو لګېدلي او مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې.