fbpx

دانش: د سرپرست حکومت غوښتونکي د معاملې کولو په لټه کې دي

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۶ مۍ ۲۰۱۹: د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش ویلي د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړېدو وړاندیز د قانون خلاف دی.

نږدې درې ورځې وړاندې د مۍ پر دیارلسمه نېټه د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د سرپرست حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه یادې شورا چې د راتلونکو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو له ډلې ۱۱ پکې شامل و دا غوښتنه کړې وه.

یادې شورا هغه وخت خبرداری ورکړی و که چېرې د ملي یووالي حکومت مشران وغواړي د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي، د دغه غیر قانوني کار بدې پایلې به د هغوی پر غاړه وي.

دانش د دوی په ځواب کې نن په تبصره کې ویلي، د دغه وړاندیز کوونکي په بشپړه توګه پېژنم او ویلي دي چې دا کسان تل د قانون ماتولو هڅه کوي د ده پر وینا دوی په قانون د معاملې کولو په لټه کې دي.

سرور دانش په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي د خپرې شوې اعلامیې یو اصلي طراح ویلي چې د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ شته نظام او حکومت دی او باید دا حکومت له منځه ولاړ او سرپرست حکومت جوړ شي.

د نوموړي په وینا، دا خبرې دا ښيي چې دوی د هیواد د حقوقي او قانوني نظام پر ضد یوه نرمه کودتا په مغزو کې لري چې د دانش په خبره دا هغه لار ده، چې ترکستان ته تللې.