fbpx

راتلونکې ټاکنې له بایومیټریک پرته ترسره کېږي

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹ : ټاکل شوې وه چې راتلونکې درې واړه ټاکنې د بایومیټریک او ټیکنالوژۍ پر اساس ترسره شي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تازه پرېکړې له مخې دغه کار ناشونی بللی او ویلی دي چې بې له بایومېټرېکه به ټاکنې ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه تازه پریکړه لیک کې ویلي چې د وخت کموالي او ځینې نورو ستونزو له امله به په راتلونکو ټاکنو کې له بایومېټریک سیستم څخه ګټه وانخیستل شي. د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو سره هېواد له بحران سره مخ کوي.

بلخوا څو ورځې وړاندې همدې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبر ورکړی و چې راتلونکې درې واړه ټاکنې به په انلاین بڼه ترسره شي او په کم وخت کې به یې لومړنۍ پایلې هم له خلکو سره په چټکۍ سره شریکې کړل شي.

د ټاکنو کمیسیون پر وینا دوی هڅه کوي چې له یوې ملي او یا نړیوالې کمپنۍ سره داسې قرارداد هم لاسلیک کړي چې د ټاکنو په ورځ ټول افغانستان ته انټرنیټ ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د را روانې تلې میاشتې په شپږمه، د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو او دغه راز د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي.

د یادونې وړده چې دوه ورځې وړاندې د کابل په ګډون د یو بل ولایت د ولسي جرګې وروستنۍ پایلې د ټاکنو خبلواک کمیسیون اعلان کړې.

Loading...