fbpx

رحیمي : هلمند کې پر پولیسو شوی برید به ژر وڅېړل شي

خبریال ویب پاڼه هلمند ۱۷ مۍ ۲۰۱۹: نن د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د هلمندي چارواکو هغه ادعا څېړي چې ګواکې د بهرنیانو په هوایې برید کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي تازه پر خپله رسمي فېسبوك پاڼه ليكلي، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو تر ځمكنيو او هوايي بريدونو لاندې راغلل او په ترڅ كې يې ګڼ شمېر وسله وال ووژل شول. د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په جګړه كې اته پوليس هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

نصرت رحیمي وایې هغه ادعا چې شوې چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې ګڼ شمېر پولیس شهیدان شوي دي د ده پر وینا معلومه نه ده چې دا پولیس وسله والو طالبانو په نښه کړي که بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې ویشتلي دي د کورنيو چارو وزارت او د امریکايي ځواکونو ګډ پلاوى پېښه څېړي او جزيات به يې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر له خلکو سره شريک شي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی چې تر ډېره بریده د ګډو او بهرنیو ځواکونو په هوایې بریدونو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي په شهادت رسیږي خو په دې وروستیو کې خپله افغان سرتیري او پولیس هم د هوایې بریدونو قرباني کېږی.