fbpx

د یوې الوتکې د لوېدو له امله څلور تنه وژل شوي دي

خبریال ویب پاڼه دبۍ – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹ : د عربي متحد اماراتو د دبۍ نړیوال هوايي ډګر کې د یوې کوچنۍ الوتکه لوېدو له امله څلور تنه وژل شوي، چې درې تنه برټانویان او یو د سوېلي افریقا اوسېدونکی دی.

د معلوماتو له مخې په دې( ډي اې ۴۲) ډوله الوتکه کې څلور څوکۍ وې چې د برټانیا ساسکس لوېدیځې برخې شورهام هوايي ډګر کې د جبل طارق د هوايي چلند خدماتي شرکت اړوندوه وه چې ولویدله او ناست څلور کسه یې ووژل.

مسووول چارواکي وایې الوتکه تېر ماښام لوېدلې چې پیلوټ، مرستیال یې او دوه ناست کسان پکې وژل شوي دي. په دبۍ هوايي ډګر کې د الوتکې تر لوېدو وروسته د الوتکو پورته کېدو او کېناستو لړۍ ۴۵ دقیقې درېدلې وه. خو تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی معلوم.

له دې دوه ورځې وړاندې هم د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل له لېږدوونکې الوتکې سره یو باروړونکی موټر ټکر شوی و د دې موټر چلوونکې د الوتکې د انځور په اخیستو بوخته وه چې له الوتکې سره ټکر شو.

ویل کېږي موټر چلوونکې د الوتکې توکي او د مسافرو بکسونه لېږدول، کله یې چې غوښتل د الوتکې عکس واخلي له الوتکې سره یې ټکر وکړ. په هماغې ورځ انګیلا میرکل اړه شوه چې برلین ته به یوې بله چورلکه کې ستنه شي.

Loading...