fbpx

ایران : له امریکا سره د خبرو کولو وخت تېر شوی دی

خبریال ویب پاڼه جاپان – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹: د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ په یو سخت حالت کې قرار لري د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد وزیر تېره ورځ یو ځل بیا د امریکا پر ضد وینا کړې نوموړي ویلي له امریکا سره د خبرو کولو وخت ختم دی.

جواد ظریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې هم رد کړې چې د مې پر ۱۵مه یې ویلي ول، ایران به ډېر ژر له امریکا سره د خبرو غوښتنه وکړي ظریف د ټرمپ په ځواب کې ویلي داهیڅ امکان نه لري چې د ایران سره دې خبرې وکړي.

ظریف وویل دی نه پوهېږي چې ولې ولسمشر ټرمپ دومره ډاډه شوی دی چې ګواکې ایران به خبرو ته کېني او زیاته یې کړه چې د هغه د ټرمپ دا غوښتنه قطعاً ناسمه ده یو ځل بیا دې پرې غور وکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ وروستین کړکیچ په یو سخت پړاو کې قرار لري تېره ورځ هم د ایران دفاع وزیر عامر حاتمي ویلي، ایران د هر ډول ګواښ مخنیوي ته تیاری لري او له خپلو دښمنانو سره جګړې او مخامخ کېدو ته چمتو دی.

د اوسني کړکیچ په تړاو د ایران یو بل چارواکي ایراني رسینو ته ویلي ایران له امریکا سره د ډیپلوماسي نه نیولي تر جګړې پورې هر ډول حالاتو ته تیار دی ایران نه ډاریږي او امریکا په منځني ختیځ کې له ایران سره د جنګ توان نه لري.

جواد ظریف تېره ورځ په توکیو کې له خپلو سیالو جاپاني چارواکو سره په خبرو کې داهم ویلي امریکا په فارس خلیج کې کړکېچ زیاتوي او هڅه کوي چې وضعیت پیچلی کړي او د امریکا دا غیر ضروري اقدامات د منلو نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیاتوي، له همدې سره بریټانیا هم ویلي وو ممکن ایران او امریکا خپلو کې سره ونښلي.