fbpx

تاجکستان په لسګونه افغان زندانیان افغان حکومت ته سپاري

خبریال ویب پاڼه تاجکستان – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹ : د تاجکستان ولسمشر د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزير سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې په دغې هېواد کې تر ۸۰ پورې افغان زندانیان به ډېر ژر افغان حکومت ته وسپاري.

د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په تاجکستان کې لیدلي د خبر پاڼې له مخې صلا ح الدین ربانی تاجکستان د افغانستان دوست او ورور هېواد ګڼلی دی.

په دغې لیدنه کې تر ډیره بریده صلاح الدین رباني د افغان بندیانو پر مسایلو خبرې کړي هغه د تاجکستان له ولسمشر څخه غوښتي چې په دې هېواد کې شته ۸۰ بندیان دې افغان حکومت ته وسپاري سرچینه وایې رحمان هم پوره ډاډ ورکړی او ویلي دي چې ژر بی افغانستان ته واستوي.

رحمان دا هم ويلي چې په يو کال کې به د تاجکستان د راغون بند په بشپړېدو سره، افغانستان ته د دغه هېواد د برېښنا واردات ډېر شي.

تاجکستان هغه هېواد دی چې په دې وروستیو کې د افغان سولې د پرمختګ لپاره کار کوي دا هېواد په افغانستان کې د سولې د پرمختګ ملاتړی هېواد دی.

د یادونې وړده چې په دې وروستیو کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري هم ورځ تر بلې ډیریږي.