fbpx

سږ کال کارابین لیګ ته ۵۳۶ بهرنیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د ویسټ انډیز کورنیو ( کارابین پریمیر لیګ) سیالیو ته د لوبغاړو نیلامي د روانې میاشتې په ۲۲مه نیټه په لندن ښار کې ترسره کیږي. خو د نیلامۍ وړاندې سي پي ال یا کارابین پریمیر لیګ شپږو ټیمونو ته د ۵۰۰ څخه زیاتو خارجي لوبغاړو نومونه استولي دي.

د نړۍ د شلو هیوادونو څخه ټولټال ۵۳۶ خارجي لوبغاړو د شپږو لوبډلو لپاره نوم لیکنه یا ځانونه رجسټرډ کړې دي، پدې کې د نړۍ مشهور لوبغاړي لکه راشدخان، اندري رسل، جوفرا اړچړ، شکیب الحسن، الیکس هیلز، جې پي ډومني او نور مشهور لوبغاړي شامل دي.

د نیلامۍ پړاو د پيل وړاندې هره لوبډله ددې اجازه لرلی شي چې حد اقل شپږ لوبغاړي له ځان سره وساتي، خو دا کومه جبري نده.

• هره لوبډله کولی شي چې حد اقل درې او ان تر څلورو پورې ویسټ انډیزي لوبغاړي له ځان سره نیولی یا ساتلی شي.

• حد اقل یو خارجي لوبغاړی له ځان سره ساتلی شي. که چیرې یوې لوبډلې څلور ویسټ انډیزي لوبغاړي له ځان سره وساتل، بیا نشي کولی چې خارجي لوبغاړی له ځان سره وساتي.

• یو امریکایي لوبغاړی/ یو د لوبډلې مهم مارکیو لوبغاړی له ځان سره نیولی یا اخیستلی شي.

د نیلامۍ پړاو به سیمه اییز وخت د ماسپيښین په دوو بجو پیل شي چې ژوندۍ پړاو به یې له تلویزونو څخه هم نشر شي.

د هیرو کارابین پریمیر لیګ سیالیو ډایریکټر مایکل هل وویل ” په رښتیا چې زمونږ د کارابین پریمیر لیګ سیالیو څخه د خوند اخیستلو لپاره په زیات تعداد لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده، کارابین پریمیر لیګ په معیار برابر لیګ دی او پدې کې لوبې کول د لوبغاړو لپاره ډیر څه دي او دوی یې په لټه کې دي. مونږ دا توقع لرو چې دا ټورنامینټ به هم د تیرو سره کوم فرق ونلري.

د افغانستان څخه لاندینیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې.

راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، افتاب علم، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، عثمان غني، امیرحمزه، کرم جنت، ظاهرخان، اکرام علي خیل، فضل حق، فطرت الله خاورې، نجات مسعود، عظمت الله عمرزی، دروېش رسولي، فرمان الله ساپی، وقار سلام خیل، شفیق الله شفق، نور علي ځدراڼ، شرف الدین اشرف، سید شیرزاد، عبدالوسع او غمی ځدراڼ

عزیزالله عزیز

Loading...