fbpx

راشدخان : د ډیویډ وارنر او الېکس کیری پر وړاندې سیالۍ ته چمتو یم

خبریال ویب پاڼه ننګرهار – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹: راشدخان په نړیوال جام کې د خپل ټیم ملګرو ډیويډ ورنر او الیکس کیری په وړاندې لوبې کولو ته چمتوالی لري.

ډیويډ ورنر او الیکس کیری چې په شل اوریزو لیګونو کې د راشدخان انډیوالان تیر شوي او د دوی سره یې په یوې لوبډله کې لوبې کړې دي.

د هغوی په وړاندې په بریسټول ښار کې د بالینګ کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

راشدخان به د جون په لومړی نیټه د اتلولۍ څخه دفاع کوونکي لوبډلې اسټرالیا په وړاندې، د مجیب الرحمن او محمد نبي عیسخیل سره یو ځای د سپین بالینګ اټیک پيل کړي.

راشدخان وایي” د دواړو ټیمونو لخوا به بیټسمینان وازمویل شي، ګټوونکی به هغه څوک وي چې د حالتو مطابق خپله فریشر او اعصاب کنټرول کړي.

” د بریسټول ښار په لومړۍ لوبه کې دوی ښه چټک توپ اچوونکي لري، او مونږ بیا ښه قوي ورو توپ اچوونکي لرو.

” مونږ باید نړۍ ته وښیو چې مونږ یوازې د کاغذ پر مخ ښه نه یو.

راشدخان د اسټرالیاوي ویکټ ساتوونکي بیټسمین الیکس کیری د هغو خبرو په اړه چې تیر بیګ باش موسم کې یې د تمرین پر مهال په ادلید لوبغالي کې سره کړې وې وویل.

” هغه د تمرین پر مهال ماته راغی، راته ویې ویل’ راشد’ دا نړیوال جام دی او که ته څلور فیلډران بهر ولرې او بیا ماته بالینګ کوې، نو څه احساس به کوې؟

راشدخان ورته وویل” دا به بیا ډیره په زړه پورې وي”

راشدخان دوه میاشتې په ای پي ایل سیالیو کې له ډویډ ورنر او دوه موسمونه یې په بیګ باش سیالیو کې له الیکس کیری سره په یوې لوبډله کې تیر کړې دي، او راشدخان د دوی خلاف بالینګ ندی ترسره کړی.

” مونږ د یو او بل خلاف نه یو سره مخامخ شوي، او زه ډیر زیات خوشاله یم چې دوی په وړاندې به لوبه وکړم.

راشدخان زیاته کړه” ځینې وایي چې اسټرالیا د سپین بالینګ په وړاندې کمزورې ده، خو داسې نده، اسټرالیا د سپین بالینګ په وړاندې ښه لوبغاړي لري، لکه په فوم کې بیټسمینان شان مارش،عثمان خواجه او ګلین مکسویل.

” دا کومه خبره نده چې مونږ د اسټرالیا او یا هندوستان په وړاندې لوبه کوو، مونږ باید په مهمو او اساسي اړخونو کار وکړو، او ډیر باید د مخالف ټیم د غښتلتوب په اړه فکر ونه کړو.

عزیزالله عزیزي