fbpx

د کرکټ بورډ مشر له وسلوال برید څخه روغ وتلی

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹: د افغانستان د کرکټ بورډ پر عمومي رئیس عزیزالله فضلي نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمي بجې د وسله وال برید هڅه شوې ویل کېدل فضلي دفتر ته پر لار و چې وسله والو پرې د برید هڅه کړې چې په پایله کې روغ رمټ وتلی دی.

عزیزالله فضلي د دې پېښې پخلی کړی او پر خپله فسبوک ياڼه باندې لیکلي چې شاوخوا دوه نیمي بجې نا معلومو وسله والو غوښتل د کابل اولې حوزې ته څېرمه دفتر ته پر لار پرې برید وکړي خو د افغان امنیتي ځواکونو په همکارۍ ژغورل شوی او په سیمه کې برید ګر نیول شوي دي.

خبریال ویب پاڼې ته د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک هم وویل چې نامعلومو وسله والو غوښتل پر عزیزالله فضلي برید وکړي خو وسله وال پر خپل برید کې ناکام او د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.

دغه پېښه چې له غرمې وروسته ناڅاپه رامنځته شوه په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه ښودلي د دې شبکې کارکوونکي وایې وسله وال باید ژر تر ژره معلوم شي چې څوک او له کومې ډلې پورې تړاو لري .

د یادونې وړده په دې وروستیو کې د ختیځو ولایتونو پر ګډون پر مرکز کې هم هدفي وژنو او وسله والو بریدونو زور اخیستی.