fbpx

په ننګرهار کې یو داعشی قومندان له ۸ ملګرو سره وژل شوی

تېره شپه په ننګرهار کې د افغان امنیتي سرتېرو په یوه هوایي برید کې د ابوذر په نوم د داعش وسله‌والو یو مهم قوماندان له ۸ ملګرو سره وژل شوی.

نن جمعه د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قوماندان او ملګري یې تېره شپه د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالي په اړونده سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په یو هوایي برید کې وژل شوي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د داعش ډلې دغه مهم قوماندان د خوږیاڼو ولسوالي په لرو پرتو سیمو کې تخريبي کړنې کولې او په يو شمېر ترهګریزو پېښو کې يې لاس درلود.

خبرپاڼه لیکي، په دې بريد کې امنيتي سرتېرو او ملکيانو ته کوم زيان نه دی رسېدلی

د یادونې وړ ده تېره ورځ هم د پاکستان د پنجاب اوسیدونکي دوه تنه داعش جنګیالي چې د اچین په ولسوالۍ کې يې له یوه نیم کال راهیسي فعالیت درلود ملي امنيتي ځواکونو ته د درې میرمنې او نهه ماشومان سره يو ځای تسلیم شوي و.