fbpx

د نړیوال جام ګټوونکې لوبډله به څلور میلیون امریکايي ډالرو جایزه ترلاسه کړي

د انګلیستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره ټولټال لس میلیون امریکایي ډالر ځانګړې شوي چې لدې جملې به یې څلور میلیون ډالره د جام ګټوونکي لوبډلې ته ورکړل شي.

دغه سترې سیالۍ به د روانې مۍ میاشتې په دیرشمه نیټه د انګلستان او والز په کوربتوب لومړۍ د سویلي افریقه او انګلیستان ترمنځ په لوبې پيل شي، چې ۴۶ ورځې به دوام وکړي.

د جدول له مخې په لومړۍ ټول لس واړه ټیمونه پخپل ګروپ کې یو له بل سره په سینګل پارمټ کې لوبې ترسره کړي او د ۴۵ میچونو ترسره کیدو وروسته به څلور مخکښ ټیمونه دوو سیمي فاینلونو ته لار ومومي.

سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې به د جولاۍ میاشتې په نهمه او یوولسمه نیټه په مانچیستر او برمینګهم ښارونو کې ترسره شي.

د یادو سیالیو پایلوبه به د جولای په څوارلسمه نیټه په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

انګلیستان او والز لدې وړاندې په ۱۹۷۵، ۱۹۷۹، ۱۹۸۳ او ۱۹۹۹ میلادي کالونو کې د نړیوال جام کوربتوب ترسره کړی دی.

د نړیوال جام سیالیو په تاریخ کې تر ټولو زیات پنځوس اوریز جام اسټرالیا ګټلی دی.

یاد هیواد په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او په ۲۰۱۵ کالونو کې ګټلی دی.

ویسټ انډیز بیا دوه ځلې په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ میلادي کالونو کې ګټلی دی.

ورسره هندوستان هم دوه ځلې په ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱ کالونو کې ګټلی دی.

یوازیني نورو هیوادونو پاکستان په ۱۹۹۲ او سریلانکا په ۱۹۹۶ میلادي کال کې ددغه جام اتلوالی ګټلې دي.

عزیزالله عزیزي

Loading...