fbpx

بې ننګه پوځ پښتنې ثنا ته د مرګ ګواښونه کوي

له کله راهيسې چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ خپل فعاليت پيل کړى دى، له هماغه ورځې راهيسې د دغه غورځنګ مخکښو غړو ته د پاکستان بې ننګه پوځ او استخبارات (اى ايس اى) د مرګ ګواښونه کوي او ورته وايي که له دې کارونو لاس وانخلي، نو دوى به يې ووژني.

پاکستان چې د پښتنو په سيمه يې له څو لسيزو راهيسو د ترهګرۍ کاروبار پيل کړى و او په دغه کاروبار کې يې پښتانه د سون توکو په څېر وسوځول او لا يې هم دې کار ته دوام ورکړى، چې اخر هم ورپسې د پښتنو غورځنګ د منظور پښتين په مشرۍ راجيګ او پاکستانى پوځ يې وننګاوه، د دوى له راپاڅېدو سره سم اوس پښتانه د پاکستاني پوځ په سترګو کې او ورته مخامخ وايي چې ته ترهګر يې او زه به درنه د هر څه حساب اخلم.

خو د پاکستان پوځ او استخبارات خپله هماغه پخوانۍ تګلاره عملي کوي او هر څوک چې د دوى د غلطو کارونو پر وړاندې درېږي، دوى يې په مرګ ګواښي، اختطاف کوي يې او بېلا بېلې دسيسې ورته جوړوي، خو اوس وخت بدل او د انټرنېټ زمانه راغلې ده چې اوس دا ټول کارونه د پاکستان پوځ ته ډېر په ګرانه تمامېږي، خو بيا هم دا بې ننګه پوځ له خپلو ناوړه کارونو څخه لاس نه اخلي.

ثنا اعجاز چې يوه مبارزه پښتنه ده او د محکوم افغانستان په پېښور کې ژوند کوي، له کلونو راهيسې د پښتنو لپاره مبارزه کوي او کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پيل شو نو د ښځو په برخه کې يې ثنا اعجاز تر ټولو مخکښه فعاله ده.

نوموړې نه يوازې دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په هره غونډه او هر لاريون کې يې ګډون کړى دى، بلکې د دغه غورځنګ د کور کمېټۍ غړې هم ده او دا وياړ هم ورته ترلاسه دى چې په لومړي ځل د پښتنو په تاريخ کې يوې پښتنې مېرمنې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه لويه جلسه جوړه او بريالۍ يې کړه.

نوموړې ته له ډېر وخت راهيسې له نامعلومو شمېرو څخه زنګونه وهل کېږي او پر مرګ ګواښل کېږي، هغې ته همدا ويل کېږي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره دې خپله لاره بيله کړي، که نه وي دوى به يې ووژني، خو خبره اوس تر دې حده پورې رارسېدلې ده چې يو کس ورته تفنګچه نيولې او د مرګ ګواښ يې ورته کړى دى.

له همدې امله نوموړې ځايي پوليسو ته هم عريضه کړې او ورته يې ويلي دي چې پر زنګونو په مرګ ګواښل کېږي او اوس ورته يو کس تفنګچه هم نيولې او ورته يې ويلي چې وه به يې وژني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له پيل سره سم دا نعره هم ويل کېږي چې دا کوم نامعلومه دي، دا موږ ته معلوم دي، يعنې معنا دا چې کوم کار هم نامعلوم خلک کوي، د هغې شاته د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاسونه دي او دا نور څوک نه دي. همدا لامل دى چې دغه ټول زنګونه او د تفنګچې والا کس د پاکستان د پوځ خلک يادول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او پلويانو د ثنا اعجاز په مرګ ګواښل غندلي دي او په ټولنيزو رسنيو يې دا مبارزه روانه کړې ده، چې د نوموړې ګواښل دې بند کړاى شي.

ليکوال : بريالى زمرى