fbpx

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته غوره شوي مبصرین څه وایې؟

خبریال ویب پاڼه انګلستان – ۱۷ مۍ ۲۰۱۹: کریکټ نړیوالې شورا تیره ورځ د نړیوال جام لپاره د کمینټیټرانو یا پر لوبه تبصره کوونکو تر څنګ د لوبې د ژوندي خپروي پلان هم اعلان کړ.

اعلان شوي مبصرین په دوو ډلو ویشل شویدي چې یوه ډله به یې د ای سي سي تلویزون له لارې پر لوبه تبصره پر مخ وړي او بله ډله به یې د لوبغالي څخه مخامخ تبصره پر مخ وړي.

ناصرحسین، ائن بیشاپ، سوراپ ګنګولي، مېلنی جونز، کمار سینګاکارا، مایکل اترټن، الیسن میچل، برینډن مکولم، ګرېم سمهت، وسیم اکرام او مایکل کلارک به د ای سي سي تلویزون له لارې یا براډکسټرانو لپاره کمینټري پر مخ یوسي.

شان پولاک، مایکل سلئټر، مارک نیکولس، مایکل هولډینګ، ایسا ګوها، پومی مانګوا، سنجی منجراکر، هارشه بوګلی، سیمون ډؤل، این سمهت، رمیز راجه، اتهر علي خان او این وارډ به د ټورنامینټ پر مهال د لوبغالي یا میدان څخه مباصرې پرمخ وړي.

مباصر نصیر حسین” د نړیوال جام راتګ وړاندې د انګلیستان او والز په هر ځای کې جوش، ذوق، خوښۍ روانې دي، دغه نړیوال جام به یو له خوښیو او ساعت تیري ډک جام وي، زه پدې جام کې د ګډون لپاره په بې صبری انتظار کوم.

برینډن مکولم” زه د نړیوال جام څخه ښې حاطرې لرم، ۲۰۱۵ کال یو له مهو جامونو څخه وه، خوښ یم چې ګډون مو پکې وکړ، او دا ځلې د مباصر په توګه دلته یم.

کمار سینګاکارا” دا ځلې د انګلیستان او والز په کوربتوب دغه جام به ځانګړۍ جام وي او ممکن په ټول وخت کې دغه سختې سیالۍ وي، کوربه
انګلیستان ورته ښه لوبډله لري، خو په وړاندې یې ښه سیالان شته، مونږ ډاډه یو چې بعضې حیرانوونکي سیالۍ به پدې جام کې ووینو.

میلنی جونز” د نارینو نړیوال جام کې به دا ډیرې نږدې او سختې سیالۍ وي، لوبډلې روانډ روبین پارمټ کې سره ځای شوي، هره لوبډله به یو د بل سره سیالۍ وکړي، د یو او بل قوي او کمزورې نقطې به وپيژني، شک نشته چې دا به د لوبډلو ترمنځ ډیرې نږدې سیالۍ وي.

وسیم اکرام” دغه راتلوونکی جام کټ مټ د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام سره ورتوالی لري، او دا ډیر ښه پارمټ دی، هره لوبډله د نورو لوبډلو سره زیاتو سیالی ترسره کولی شي او همداشان هره لوبډله سیمي فاینل ته د وتلو لپاره مساوي چانس لري. نړیوال جام هر څلور کاله وروسته راځي او هر لوبغاړی دیته منتظر وي چې تاریخي کارکردګیو سره یې پای ته وراسوي.

ائن بیشاپ” زه هم د راتلوونکي څو اوونیو کې پیلیدوونکي نړیوال جام ته انتظار باسم، دا زما لپاره ویاړ دی چې د ای سي سي د تلویزون له لارې د کمینټرۍ د ټیم سره یو ځای یم، او دا ټیم به تاسو ته د کریکټ نړیوال جام اړوند، قیصې، څیړنیز او نوي تازه معلومات تر تاسو رسوي.

ای سي سي تلویزون به په ۴۶ ورځو کې ترسره کیدوونکي ټولې ۴۸ سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي، او همداشان به په لومړي ځل ټولې لس واړه تمریني یا وارم اپ سیالۍ هم په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې نشر کړي.

د یادونې وړ ده چې په لومړي ځل به پدې جام کې د ۳۶۰ درجې په اندازه ریپلې هم ورکول کیږي، او دغه ریپلې د پېرو له لارې چې ورسره به زیاتې کمرې وصل وي، او له هغې یوه ویډیو جوړیږي چې په مشترکه توګه به د بهترینو او حساسو شیبو د را نیولو په برخه کې مرسته وکړي.

همداشان هره لوبه کې به حد اقل ۳۲ کمرې چې اته پکې الټرا موشن،د ویکټ لاندې، وروسته، مخکې، سرچپه او سپيډر کېم کمرې شاملې دي، شتون ولري.

عزیزالله عزیزي