fbpx

امریکايي ځواکونو دا ومنله چې هلمند کې یې پولیس شهیدان کړي

خبریال ویب پاڼه هلمند – ۱۸ مۍ ۲۰۱۹:امریکایي ځواکونو په هلمند کې په هوایي عملیاتو کې د افغان پولیسو وژل کېدل تایید کړل. دغه پېښه وړمه شپه د هلمند مرکز لښکرگاه ښار ته نږدې شوې وه.

تېره ورځ د هلمند یو شمېر چارواکو خبر ورکړی و چې د امریکایې ځواکونو په هوایي عملیاتو کې ۱۷ پولیس شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي دې برید په ټول هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارول چې ګواکې ولې افغان پولیس په نښه کېږي. یو شمېر چارواکو هم ژمنې کړې وې چې د دې برید په اړه به څېړنې وکړې خو وروسته له څېړنو امریکا ومنله چې پولیو ته یې هم په برید کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د امریکایې ځواکونو ویاند ویلي دوی هغه وخت هوایې بریدونه وکړل کله چې وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو جګړه شدیده شوه چې د افغان ځواکونو پر غوښتنه یې هوایې بریدونه وکړل.

هلمند د ولایتي شورا رییس وایي، دغه برید هغه مهال شوی چې د یاد کنډک قوماندان له پولیسو سره یوځای د طالبانو پرضد پر عملیاتو بوخت وو. د هلمند والي محمد یاسین هم ویلي دي چې ددې پښې د عواملو په هکله پلټنې نورې هم کوي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی چې تر ډېره بریده د ګډو او بهرنیو ځواکونو په هوایې بریدونو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي په شهادت رسیږي خو زیاتره وخت خپله افغان سرتیري او پولیس هم د هوایې بریدونو قرباني کېږی.