fbpx

ننګرهار کې سږ کال لس زره ټنه شفتالو تولید شوي دي

خبریال ویب پاڼه ننګرهار – ۱۸ مۍ ۲۰۱۹: د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په ننګرهار ولایت کې سږ کال په شاوخوا ۵ زره جریبه ځمکه کې د نورو ترڅنګ د شفتالو باغونه کرل شوي،چې د ۵ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت یې لس زره ټنه شفتالو تولید کړي دي.

په ختیځ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مشر انجینر رحمت ګل سیرت پر وینا،د کرنې او مالدارۍ وزارت په لارښوونه یې په ختیځ کې په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې د شفتالو،ستروسو،بادام، زردالو،انګورو او یو شمیر نورو میوه جاتو باغونه جوړ کړي،چې سږ کال یې د پخوا په پرتله د پام وړ حاصلات ورکړي دي .

په ننګرهار کې باغداران وایي، چې د املوکو،الوچو او نارنجو ونو ترڅنګ یې سږ کال د شفتالو باغونو ښه حاصلات ورکړي،چې د دوی او لسګونو کاریګرو ته یې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د دوی په اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړی دی .

دغه راز په ننګرهار ولایت کې له دې وړاندې په هډې فارم سیمه کې د خرما یو پخواني باغ ( ۲۰۰۰) کیلو حاصل ورکړی و چې د همدې حاصل له مخې یاد ولایت هر کال په زیات اندازه تولید ورکوي.

Your SEO optimized title page contents