fbpx

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئیس په توګه اعلان شو

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۸ مۍ ۲۰۱۹: څو شېبې وړاندې د ولسي جرګې موقت رئیس میر رحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د نوي رئیس په توګه اعلان کړ.

نن ورځ د ولسي جرګې د ریاست لپاره د دوو مخکښو نوماندانو کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ د دوهم پړاو ټاکنې تر سره شوې چې یو کاندید هم ونه توانېدی ۱+۵۰ رایې پوره کړي.

کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني د پنج شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ریاست لپاره د څلورو کاندیدانو له ډلې دویم پړاو ته لار پیداکړه چې نن شنبه یې دویم پړاو هم ترسره شو په دویم پړاو کې کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې ترلاسه کړې دغه راز میر رحمان رحماني په ۱۲۳ رایو د موقت رئیس له لورې بریالی اعلان شو.

په دغو ټاکنو کې باید دې نوماندانو ۱۲۴ رایې پوره کړې وې خو دواړه نوماندان ونه توانېده چې ټاکل شوې رایې ترلاسه کړي خو بیا هم د موقت رئیس له لورې رحماني بریالی اعلان شو.

په دغو ټاکنو ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ رایې هم سپینې وې ویل کېدل نن د ولسي جرګې په تالار کې ۲۴۷ وکیلان حاضر و.

د ټولنیزو شبکو کارکوونکو ډیری وکیلان په دې تورن کړي دي چې په سمه توګه یې رایه نه ده استعمال کړې دوی ویلي کمال ناصر اصولي د دې مهم ریاست لپاره وړ شخص و خو رحماني د رایو په اکثریت بریالی او اصولي ناکام اعلان سو.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د ریاست لپاره نوماند
کمال ناصر اصولي پر فسبوک پاڼه داسې لیکلي:(( چې کله دې چې خپل خرڅ سي د پردو نه څه ګیله ده))