fbpx

جواد ظریف: امریکا په منځني ختیځ کې کړکېج زیاتوي

خبریال ویب پاڼه چین – ۱۸ مۍ ۲۰۱۹: د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د امریکا د غیر ضروري او مضرو کړنو له امله په منځني ختیځ کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېږي.

جواد ظریف له امریکا سره د کړکیچ د زیاتېدو سره سم نن پرروسیې او نورو شریکانو غږ کړی دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو ځواکونو سره د شوې موافقې کلک ملاتړ وکړي هغه دې شریکانو ته ویلي په دې خبر شئ امریکا په منځني ختیځ کې کړکیچ رامنځته کوي.

جواد ظریف د امریکا پر ضذ دا مهمې خبرې په پیکینګ کې کړې دي. نوموړي هلته د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره کتلي دي او په منځني ختیځ کې یې ورسره د وضعیت په اړه یې ډېرې خبرې کوي دي.

ایران وړاندې تر دې هم د امریکا له ورته اقداماتو سر ټکولی وو او ویلي وو چې یاد هېواد هڅه کوي په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات کړي او دوی به ورته ددې کار اجازه ورنه کړي. امریکا یوه بیړي چې جنګي الوتکې لېږدولی شي ایران ته نږدي ځای پر ځای کړې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ په یو سخت حالت کې قرار لري د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تېره ورځ هم پر وینا کې ویلي و له امریکا سره د خبرو کولو وخت ختم شوی دی او اوسنی وخت د جنګ دی.

جواد ظریف تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې هم رد کړې چې د مې پر ۱۵مه یې ویلي ول، ایران به ډېر ژر له امریکا سره د خبرو غوښتنه وکړي ظریف د ټرمپ په ځواب کې ویلي داهیڅ امکان نه لري چې د ایران سره دې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیاتوي، له همدې سره بریټانیا هم ویلي وو ممکن ایران او امریکا خپلو کې سره ونښلي.

Your SEO optimized title page contents