1 مقر ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې | | Khabarial - Breaking News From Afghanistan
کور پاڼه / خبرونه / مقر ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

مقر ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د كابل – كندهار پر لويه لار د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د يادې ولسوالۍ په لړمې سيمه كې د واورې او يخك له كبله د يو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونكي موټر د چپه كېدو په ترڅ كې رامنځته شوې ده.
هغه زياته كړه، په دې ټرافيكي پېښه كې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د نوري په وينا، د پېښې ۱۱ ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي او د پاتې څلورو تنو، چې ټپونه يې يو څه ژور دي، درملنه د غزني په ملكي روغتون كې روانه ده.
بايد وويل شي، چې په غزني كې تازه واورې ورېدنې سړكونه پوښلي او موټر چلوونكي يې له ستونزو سره مخ كړي دي.

Loading...

بیا وګوره

غزني په اجرستان ولسوالۍکی ۳۰ وسله وال وژل شوی

د غزنی په اجرستان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بریدونو …

په غزني او اروزګان ولایتونو کی ۵۱ وسله وال وژل شوی

 افغان هوايي ځواکونو په غزني او اروزګان ولایتونو کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه …